د لاس رسي وړ اتصالات

د اریانا الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې له اصلي کرښې ووتله


د آریانا افغان ایرلاین بېړنۍ ناسته
د آریانا افغان ایرلاین بېړنۍ ناسته
د آریانا الوتکه چې له ډهلي نه کابل ته راتله، د کابل په هوايي ډګر کې له کښته کیدو وروسته له رن وي یا د الوتنې له کرښې وتې ده.

د آریانا دغې الوتکې یو سلو څلوېښت سپرلۍ او د الوتکې عمله لېږدوله چې کابل ته په رسېدو په هوايي ډګر کې له اصلي کرښې وتې، او ممنوعه ساحې ته ننوتې ده.

خو د کابل د هوايي ډګر قوماندان نه وايي، چې دغې الوتکې دې اور اخېستې وي، بلکې د کابل د هوايي ډګر د پولیسو قومندان جنرال حقنواز حقیار امریکا غږ ته وویل، چې ددغې الوتکې ټولې سپرلۍ روغې رمټې دي او له پېښې بچې شوي دي.

جنرال حقنواز حقیار وویل « قریبا د مازدیګر پنځه بجې او پنځه دقیقې وې، د اریانا الوتکه چې له ډهلي نه کابل ته یې سپرلۍ لېږدولې، کله چې د کابل هوايي ډګر کې ناسته وکړه، نو له رن وی څخه ووته، امنیتي ساحې نه هم ووته او ممنوعه ساحې ته ننوته، یو سلو څلوېښت جمعه دوه سپرلۍ د عملېې په شمول پکې وې، ټولې بچې شوي دي.»

د کابل د هوايي ډګر د پولیسو قوماندان ښاغلی حقیار وايي، چې د پېښې په تړاو اړوندې ادارې پلټنې کوي او دا به معلومه کړي چې ولې دا پېښه شوې ده.

د کابل په هوايي‌ ډګر کې یوه عیني شاهد جاوید کاکړ امریکا غږ ته وویل، چې ده د اریانا الوتکه ولیده چې کله ښکته کېده نو د مخې څوکه یې په رن وی ولګېده او له پېښې سره مخ شوه.

ځینې داسې راپورونه ورکول شوي وو، چې دغې الوتکې اور هم اخېستی دی.

د بل خبر له مخې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله چې له مالیزیا کابل ته په لاره وه، الوتکې یې د کابل د هوايي ډګر په ځای د هرات هوايي ډګر خواته مخه کړې ده خو لا معلومه نده چې لامل یې آیا د اریانا الوتکې پېښه ده او که د کابل د هواء خراب حالت.
XS
SM
MD
LG