د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو کښت بیا ډیر شوی


د کوکنارو کروندې
د کوکنارو کروندې
د نشه يي توکو کروندګر وايي که يې اقتصادي ستونزې حل نشي نو حاضر دي چې د خپل سر په بیه هم د نشه يي توکو کښت ته دوام ورکړي.

د قانون پلي کوونکو ادارو له خبر داري سره سره سږکال بیا په کندهار او ټول جنوب کې د کوکنارو کښت په لوړه پیمانه شوی.

د کوکنارو له کښت څخه د دولت د وسله والو مخالفینو قوي ملاتړ، د ټاکنو لور ته د افغان ځواکونو پاملرنه او د زراعتي محصولاتو لپاره د وړ مارکیټ نشتون هغه عوامل په ګوته کیږي چې سږکال د تریاکو په کښت کې بې ساری زیات والی راغلی.

د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کي کرونده ګرو د کوکنارو حاصل تازه را ټول کړی خو تر حاصل مخکې يې حاصلات د تریاکو پر کارو باریانو باندي پلورلي دي.

تر ټولو حیرانونکې خو لا داده چي د ولسوالیو په کچه د کوکنارو کښتونه ډير امنيتي پوستو ته نژدې پراته دي او نېښ وهونکي پکې په ازاد ډول خپل حاصلات را ټولوي.

د کوکنارو په کښتونو کې بوخت ځوانان په هيواد کې د کار نشتوالي او د کورنيو غوښتنې خپل مجبوريتونه په ډاگه کوي او دا کښت د خپلو ورځنیو اقتصادي ستونزو د حل يوه ښه منبع بولي.

سږکال د امریکا د متحده ایالاتو له لورې په کندهار کې د دوه ميلیونه ډالرو په ارزښت د زراعت په برخه کې د فوډزون پروګرام هم پیل شوی خو د نشه يې توکو د مخنيوي په برخه کي د نړيوالو د مرستو سره سره بيا هم ځمکه وال ناخوښه دي او له دولت څخه ګيله کوي چې په دې برخه کې ورسره چا اغیزمني مرستې ندي کړي .

په عین وخت کې خپله ځمکه وال هم وايي چې د نشه يې توکو د کښت اصلي ګټه سوداګر او زيان يې افغاني ټولنه ويني، خو دوی وايی که د حلالو کښتونو لپاره ورته بازار پيدا شي نو د نشه يې توکو له کر څخه خپله لاس اخلي.

له دې ټولو سره سره د قانون نافذونکې ادارې هڅه کوي چې د کوکنارو پر ضد خپله ۱۳ کلنه مبارزه جاري وساتي.

په کندهار کې د نشه يې توکو سره د مبارزي د ادارې مشر ګل محمد شکران وايی چې که له یو پلوه اړوند وزارت پر وخت ورته امکانات ندي رسولي، خو دوی د نشه يي توکو د کښت په له منځه وړلو کې جدي دي.

د نږدې یوې لسیزې د کوکنارو ضد کمپاین د بریاوو وروسته، د ملگرو ملتونو د ٢٠١٣ د رپوټ له مخې تېر کال یوځل بیا په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت بې ساری زیات شو، او شا او خوا یو میلیون او پنځه څلوېښت زره جریبه زمکه باندې کوکنار کرل شوي ول. په ٢٠١٢ کال کې دغه شمیره نه سوه پنځه شپېته زره جریبه وه.

افغان پوځي مامورین هم مني چې سږکال يې ټوله پاملرنه د ټاکنو او امنیتي لېږد بهیر ته وه او دا عمده عامل ګڼي چې وسله والو مخالفینو يې د مالي تمویل په موخه په ځینو سیمو کې کرونده ګر اړ کړي چې ضرور سږکال په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.

سره له دې چي افغان دولت او نړیوالې ټولنې د نشه يي توکو پرضد ۱۳ کلنه مبارزه کړې، خو کتونکي پدې باور دي چې د سیمې په کچه موثره همکاري او په حقیقي ډول د افغان کرونده ګرو اقتصادي ژوندانه ته پاملرنه یواځنۍ حل لار ده چې کولای شي دغه ستونزه حل کړي.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG