د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ ملي لوبډله د آسیا د کرکټ شورا د لوبو اتله شوه


د افغانستان د کرکټ ملی ټیم سبا د پاکستان د الف ټیم سره مسابقه کوي
د افغانستان د کرکټ ملی ټیم سبا د پاکستان د الف ټیم سره مسابقه کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په مالیزیا کې د آسیايي شورا د کرکټ سیالیو د اتلولۍ له ګټلو وروسته د پنج شنبې په ورځ د ثور په اتلسمه هیواد ته ستنه شوه.

ټاکل شوې وه چې د کرکټ ملي لوبډله کابل ته راشي ، خو د خرابې هوا له کبله د کرکټ د ملي لوبډلې د سپرلۍ الوتکه د هرات ولایت هوايي ډګر کې کښته شوې ده.

د کرکټ بورډ مشر شهزاده مسعود امریکا غږ ته وویل که څه هم دوی زیات په تمه وو چې د ملي لوبډلې تود هرکلی وکړي ، خو د خرابې هوا له کبله د کرکټ د ملي لوبډلې د سپرلۍ الوتکه هرات ولایت ته تللې.

مسعود زیاته کړه «ملي لوبډله د جمعې په ورځ له هرات څخه کابل ته راځي

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د آسیايي شورا د کرکټ په غوره لیګ سیالیو کې چې په مالیزیا کې ترسره شوې پنځه لوبې ترسره شوې چې د هانکانګ، عربي متحدو اماراتو، عمان او نیپال لوبډلې ته یې ماتې ورکړه ، خو د کوربه هیواد مالیزیا لخوا یې ماتې ومنله.

له دغو سیالیو سره افغانستان په خپل ګروپ کې اته امتیازونه درلودل او په خپلې وروستۍ لوبه کې یې نیپال ته ماتې ورکړه او داتلولۍ کپ یې خپل کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې د افغان لوبغاړو لوبې ستایلي او د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا له امله یې خلکو تو مبارکي ویلې ده.

په ورته وخت کې نن په کابل کې د نولس کلنو د فوټبال او په ایران کې د افغان کډوالو د لوبډلو ترمنځ دوستانه لوبه ترسره شوه.
د نولس کلنو عمر ښکته ځوانانو د فټبال لوبې
د نولس کلنو عمر ښکته ځوانانو د فټبال لوبې


د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې ددغې سیالۍ د ترسره کولو هدف د افغان لوبغاړو ترمنځ د اړیکو پراخول او د فوټبال د لوبې وده ده.

د کابل فدراسیون د کمیټې مشر صبور ولي زاده رسنیو ته وویل چې ددغې سیالۍ هدف دا چې د لوبغاړو ترمنځ ورزشي دوستي لا نوره هم زیاته شي او په ورته وخت کې افغان لوبغاړي چې په ایران کې ژوند کوي له خپل هیواد سره لا نور هم آشنا شي.

د افغان کډوالو د فوټبال د لوبډلې مسول رضا سلطاني وايي دوی زیات خوښ دي چې کابل ته راغلي دي.

هغه زیاته کړه «دا لوبغاړي په ایران کې زیږیدلي او زیات هیله من وو چې خپل هیواد ته راشي او د خپل هیواد له کلتور سره آشنا شي، دلته ځوانانو سره وګوري او د فوټبال فدراسیون وګوري ترڅو وکولای شي د افغانستان ورزش لپاره د کډوالو په توګه ونډه ولري».

سلیماني چې د بغلان ولایت اوسیدونکی او له تیرو پنځو کلنو راپدې خوا په ایران کې د فوټبال لوبه کوي ، دی وايي چې په ایران کې ورته وخت نه ورکول کیږي چې لوبې وکړي.
د فټبال د ځوانانو د ټیمونو د اتلولی سیالۍ
د فټبال د ځوانانو د ټیمونو د اتلولی سیالۍ

سلیماني وايي «دا چې موږ مهاجر یو او کارت نه لرو اجازه نه راکول کیږي چې لوبې وکړو اوس دلته راغلی خدای دې وکړي چې یو کلپ راته پیداشي هر ټیم چې وي پروا نه کوي خو یوازې دا ماته غټ افتخار دی چې په خپل هیواد کې لوبې وکړم

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي په پام کې لري هغه لوبغاړي چې له ښو استعدادونو څخه برخمن دي ورته به بلنه ورکړي چې په کابل کې خپلو لوبو ته دوام ورکړي.

د یو بل خبر له مخې د شپاړس کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ چې درې میاشتې مخکې په کابل کې پیل شوې وې د چارشنبې په ورځ د بیګ بیر د لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

د شپاړس کلونو عمر لاندې لوبغاړو لوبډلې
د شپاړس کلونو عمر لاندې لوبغاړو لوبډلې
په پای لوبه کې د بیګ بیر لوبډلې وکولای شول چې څلور د صفر پروړاندې د باختر لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ کپ خپل کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ځوانانو د کمیټې مشر علي کاظمي وايي چې ددغو سیالیو د ترسره کولو هدف د غوره لوبغاړو او لوبډلو ټاکل وو.

کاظمي وویل «په دغو سیالیو کې د کابل ښار ۶۴ شپیتو کلپونو ګډون کړی وو چې په پایله کې دوه لوبډلې د کابل ښار غوره لیګ ته لار پیدا کړه او څوارلس لوبډلو وکولای شول چې د الف لیګ غړیتوب ترلاسه کړي».

په ورته وخت کې د باختر د لوبډلې لوبغاړی حامد وايي چې دغه راز سیالۍ د دوی د لوبې د پرمختګ لپاره زیاتې ګټورې دي.

ده زیاته کړه «د لوبو کچه زیاته لوړه وه او موږ وکولای شول چې په خپل مټ پای لوبې ته ووځو او په دې سیالیو کې موږ دویم مقام خپل کړ.»

په دغو سیالیو کې د پامیکا د لوبډلې لوبغاړي د سیالیو د غوره لوبغاړي لقب خپل او د یاران لوبډلې د اخلاقو کپ وګاټه.

همدا شان د پنج شنبې په ورځ په کابل کې د کاراتې ټاکنیزې سیالۍ هم پیل شوې چې تر دوو ورځو پورې به دوام وکړي.
د کراتی ورزش تنکي ځوان لوبغاړي
د کراتی ورزش تنکي ځوان لوبغاړي

د افغانستان د کاراتې د فدراسیون سرپرست محبوب سروري امریکا غږ ته وویل چې په دغو سیالیو کې څه باندې سلو تنو هلکانو او سلو تنو نجونو ګډون کړی چې تر دوو ورځو پورې به سره سیالۍ ترسره کړي.

سروري وویل «دا د کابل د منتخبې لوبډلې د ټاکلو سیالۍ دي چې د کابل ښار د اتو کلپونو لوبغاړو پکې ګډون کړی دی چې په دریو کته ګوریو کې به ترسره شي او په اولسو وزنونو کې به یو پنځوس لوبغاړي وټاکل شي

د افغانستان د کاراتې فدراسیون وايي چې په نږدې راتلونکې کې به ملي سیالۍ هم په کابل کې په لاره واچول شي.
XS
SM
MD
LG