د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پوځ پسرلنۍ سپورتي سیالۍ


د افغانستان د پوځ د پسرلنو سپورتي سیالیو یوه برخه
د افغانستان د پوځ د پسرلنو سپورتي سیالیو یوه برخه
په کابل کې د ملي اردو د څه باندې د ۳۰۰۰ لوبغاړو ترمنځ پسرلنۍ ورزشي سیالۍ د شنبې په ورځ د افغان پوځ په تعلیمي مرکز کې پیل شوې چې ۴۰ ورځې به دوام وکړي.

د افغانستان د ملي‌ اردو ورزشي آمر اشرف تقدیر وايي چې په دغو سیالیو کې ۲۵۰ ټیمونو په ۲۱ ورزشي برخو کې ګډون کړی چې په پایله کې به دوی ۲۱ ورزشي لوبډلو ته غوره لوبغاړي وټاکي.

د ملي اردو د سرتیرو ترمنځ ورزشي سیالۍ هر کال دوه ځلې د کال په پیل او په مني ترسره کیږي.

د ښاغلي تقدیر په وینا ددغو سیالیو د ترسره کولو هدف د سرتیرو د ښوونې او روزنې او ورزشي وړتیاوو ارزول دي.

تقدیر وايي “ددغو سیالیو په پای کې به موږ ۲۱ لوبډلو ته غوره لوبغاړي وټاکو چې په راتلونکې کې به ملي او نړیوالو سیالیو ته چمتو اوسي”.

د ملي‌ اردو د ورزش آمر وايي چې په نږدې راتلونکې کې به د رزمي لوبو یوه پنځلس کسیزه ډله په انګلستان کې په یو لړ سیالیو کې هم برخه واخلي.

د ښاغلي اشرف تقدیر په وینا دوی له تیرو دوو میاشتو راهیسې دغو سیالیو ته چمتوالی نیولی او هیله من دي چې ډک لاس هیواد ته راستانه شي.

تقدیر وايي “په نږدې وختونو کې زموږ لوبډله انګلستان ته ځي ، زه هیله من چې مډالونه او مقامونه ترلاسه کړي”.

د دیارلس سوه درې نوي لمریز کال پسرلنۍ سیالیو په لړ کې به لوبغاړي‌ له سیالیو ترسره کولو وروسته د ملي اردو د بیلابیلو لوبډلو غړیتوب ترلاسه کړي.

شاه محمود چې د کابل د پوځي اکاډمۍ د دریم کال محصل دی امریکا غږ ته وویل چې دوی له ورزش سره زیاته علاقه لري ، خو لکه څنګه چې لازمه ده ورزشي آسانتیاوې په واک کې نه لري.

هغه وايي “غوښتنه مو دا ده چې عمومآ ټولو ورزشکارانو ته په تیره کرکټ لوبې ته باید زیاته پاملرنه وشي”.

لوبغاړی وايي دغه راز سیالۍ دوی لپاره زیاتې ګټورې دي او هیله من دي چې ښې ورزشي زمینې ورته برابرې شي.

چارواکي‌ وايي دوی په پام کې لري چې په افغانستان کې په ملي سیالیو کې په پراخه کچه ګډون وکړي په داسې حال کې چې تیره اونۍ په کابل کې د پاورلفټنګ په سیالیو کې د ملي اردو سرتیرو لومړی مقام ګټلی وو.
XS
SM
MD
LG