د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو خپل پسرلني عملیات پیل کړل


 وسله والو طالبان په مختلفو سیمه کې ډله ایز بریدونه کړي دي.
وسله والو طالبان په مختلفو سیمه کې ډله ایز بریدونه کړي دي.
وسله والو طالبانو تیره شپه او نن سهار د غزني، ننگرهار او کابل ولایتونو په څو سیمو کې وسله وال او راکټي بریدونه کړي دي.

وسله والو مخالفینو نن دوشنبه د پروان، غزني، کابل او ننگرهار په ولایتونو کې ډله ییز بریدونه ترسره کړي دي.

جلال اباد
ددې بریدونو په لړ کې دریو ځانمرګو بریدکونکو نن په جلال اباد کې د عدليې د ریاست په ودانۍ ډله ییز برید وکړ چې له امله یې څلور تنه وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شیرزاد د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل په دې پیښه کې دوه تنه پولیس او درې ځان وژونکي وژل شوي او دوه تنه دعدلیې ریاست کارکوونکي ټپیان شوي دي .

خو د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر نجیب الله کامه وال وایي دوی ته له دې پیښې څلور جسدونه او دولس ټپیان لیږدول شویدي .

خو نوموړي دهغوې دهویت په اړه له معلوماتو وروکولو ډډه وکړه.

د ننګرهار دعدلیي چارو ریاست چې د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه د مجبورآباد په سیمه کې موقعیت لري، شاوخوا لس بجې پرې ډله ییز ځان وژونکي برید په داسې توگه ترسره شو چې د دروازې ساتونکي یې په ډزو ووژل او دننه ودانۍ ته ننوتل. د پولیسو او برید کوونکو تر منځ وسله والې نښتې شاو خوا پنځه ساعته دوام وکړ.

د طالبانو د پسرلني بریدونو هدفونه:



د ننګرهار د والي ویاند احمدضياء عبدالزي امریکا غږ ته وویل، د عدليې ریاست په ودانۍ په برید کې دوه پولیس د بریدکوونکو په لومړنیو ډزو کې وژل شوي دي خو لا هم د نورو تلفاتو په تړاوو معلومات نشته دی.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، چې یو ماشوم او یوه ښځه یې لېدلې چې له ریاست نه بهر ټپي شوي وو او روغتون ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید پړه په غاړه اخیستې او د افغان حکومت مامورینو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا یې کړې ده.

غزني
بل لورته د شپې په درېیو بجو او د سهار په شپږو بجو وسله والو مخالفینو د غزني، په سنجدک، قلعه قاضي، خاک غریبان او اهنګرانو په سیمو کې په امنیتي پوستو د هستوګنو له کورونو او باغونو بریدونه کړي دي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ ته ویلي، چې د تېرې شپې برید د ۲۰ دقیقو لپاره او د سهار برید نیم ساعت لپاره دوام درلود.

هغه وویل، چې ددغو بریدونو په نتجه کې یو پولیس او دوه ښځې وژل شوي، ددې ترڅنګ ددوه ښځو، دریو ماشومانو او د یوه سړي په شمول اته تنه پکې ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې وسله وال مخالفین په موټر سایکلو سپاره دغې سیمې ته ورغلي وو او له امنیتي ځواکونو سره تر ښکېلتیا وروسته تښتېدلي دي خو یو شمېر ترې وژل شوي او ټپي شوي هم دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د درې سوه په شاوخوا کې وسله والو مخالفنیو نن سهار په اوو بجو د غزني د قلعه قاضي، اهنګران، خوشکک په سیمه کې په افغان ځواکونو حمله کړې ده.
د کابل او بگرام پر هوایي ډگرونو باندې د توغندیو بریدونه
نن سهار د کابل او د بګرام په هوايي ډګرونو هم توغندي ویشتل شوي دي چې هیڅ ډول ځاني او مادي زیان یې ندی اړولی.

په کابل کې پولیس وایي چې نن دوشنبه سهار پنځه بجې د کابل په هوايي ډګر د راکټ دوه مرمۍ د یوه نامعلوم لوري څخه لګېدلي دي.

د کابل د امنیه قومندان ویاند حشمت ستانکزي امریکا غږ ته د خبر د پخلي ترڅنګ وویل، چې دا دوه راکټه له یوه نا معلوم لوري څخه توغول شوي دي.

ښاغلي ستانکزي وویل، چې دغو راکټونو کوم ځاني زیان ندی اړولی، زیاته یې کړه چې راکټونه په ملکي هوايي ډګر لګېدلي دي.

طالبانو ددغه راکټي بریدونو مسؤلیت په غاړه اخېستی دی، او ویاند یې ذبیح الله مجاهد، ویلي چې دا راکټونه یې د ده سبز له سیمې په هوايي ډګر توغولي دي.

بل لورته همدا نن د بګرام په هوايي ډګر هم توغندي توغول شوي دي، د پروان امنیه قومندان خلیل الله ضيايي امریکا غږ ته وویل، چې دا توغندي د سیدخېلو له ولسوالۍ په بګرام توغول شوي دي.

ښاغلي ضيايي وویل، چې یو یا دوه توغندي، د پروان د سیدخېلو د ولسوالۍ د دیندار خېلو له سیمې د بګرام په هوايي ډګر توغېدلي دي. خو هغه ددغو توغندیو نه د اوښتي زیان په تړاوو بې خبري وښودله.

د هڅو سره سره مو په دی باب د ڼاتو په مشرۍ د ایساف نطر ترلاسه نه کړلې شو.
بل لورته طالبانو د یوې اعلاميې له لارې ویلي، چې نن سهار په پنځه بجو یې په افغانستان کې خپل پسرلني عملیات پيل کړي دي. او د هغوي په وینا د سږني کال پسرلني عملیات یې د خیبر په نوم دي.
XS
SM
MD
LG