د لاس رسي وړ اتصالات

د ماشومان مرګ ژوبله نژدې ۱۵ په سلو کې زیاته شوې


د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او یوناما ګډه غونډه
د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون او یوناما ګډه غونډه
افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، چې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې په وسله والو جګړو د ماشومانو مرګ ژوبله د وړم کال په پرتله ۱۴.۹ په سلو کې لوړه شوې ده.

د بشري حقونو د کمیسیون مشرې ډاکټرې سیما سمر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي یان کوبیش سره یو ځای په کابل کې خبریالانو ته وویل، په ۱۳۹۲ کال کې ۸۵۶ ماشومان یا وژل شوي او یا هم ټپي شويدي.

مېرمن سمر وویل پدغه کال کې په ټوله کې له دوی سره ثبت شوي د ملکي تلفاتو پېښې ۵۷۱۰ وې چې له دوه زره زیات پکې عام خلک وژل شوي دي.

اغلې سمر زیاته کړه چې د ۸۵۶ ماشومانو د وژنې او ټپي کېدو عاملین د دولت وسله وال مخالفین، خپله دولتي ځواکونه او نا معلوم لوري دي.

هغې وویل، ددغه شمېر ۶۴۷ د دولت وسله والو مخالفینو وژلي، ۶۳ دولتي ځواکونو، او ۱۳۷ د نا پېژاندو له اړخه وژل شوي دي.

اغلې سمر همداشان وویل ‬"دا شمېر چې ما یاد کړ، د افغانستان د ټولو ملکي تلفاتو شمېر ندی، ځینو ځایونو کې ملکي تلفات اړول کیږي، چې کمیسیون ته یې خبر نه ورکول کیږي، دا ددې ښکارندويه ده چې تلفات له دې هم لوړ دي.‪"‬

بل لورته یوناما په جګړه کې د ماشومانو د ساتنې یو کتابګوټی خپور کړ او پدغه کتابګوټي کې یوناما ویلي چې په ۲۰۱۳ کال کې دوی د هغو ماشومانو پېښې چې وژل شوي او یا ټپي شوي، څه کم اوولس سوه یې ثبت کړي دي.

یان کوبیش وویل، ۵۴۵ ماشومان وژل شوي او ۱۱۴۹ بیا ټپي شوي دي.

پدغه کتابګوټي کې د ماشومانو مرګ ژوبله د اسلام له نظره هم څېړل شوې او ترڅنګ یې د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو څېړنه هم شوې ده.

ښاغلي کوبیش زیاته کړه چې لوی لامل د ماشومان د تلفاتو په تړاوو د سړک د غاړې بمونه دي.

هغه وویل"‬دقیقا، د بشري مرستو ټولنې له طالبانو سره په اړیکه کې ښکېلې دي، ترڅو د بشري مرستو رسول پراخ کړي، مونږ تمه لرو چې ژر، نه ناوخته به وتوانیږو چې دا کار لا پسې چټک کړو، او پدې هم خبرې وکړو، چې څنګه په جګړه کې په لویه کچه ملکي تلفات او په ځانګړي توګه د ماشومانو تلفات راکم شي.‪"‬

د یوناما مشر دا هم وویل چې افغان حکومت د پولیسو، ملي اردو او په ملي امنیت کې د ماشومان جلب او جذب بېخي کم کړی دی او اصلاحات یې راوستي دي.

پخوا دا نیوکه هم وه، چې افغان حکومت په جلب او جذب کې ماشومان د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځای په ځای کوي.

یوناما وايي، د ماشومانو د تلفاتو د کمولو په خاطر یې په افغانستان کې کمپاین پیل کړی دی.

دوی وايي، چې ملګرو ملتونو په ټولو هغو هیوادونو چې غړي یې دي، هم غږ کړی چې تر ۲۰۱۶ کاله پورې د ماشومانو نه په جګړو او منازعو کې ناوړه ګټه بنده کړي.
XS
SM
MD
LG