د لاس رسي وړ اتصالات

صدیقي: د طالبانو پسرلني عملیات نوې خبره نه ده


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي
افغان حکومت د خیبر په نوم د طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلان کومه نوې خبره نه ګڼي او وایي چې که د طالبانو وس رسیدلی نو د حمل د میاشتې د ټاکنو مخه به یې نیولی وای.

د خیبر په نوم د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پيل وروسته، د کورنیو چارو وزارت وايي، دوی هم تهاجمي روحیه پياوړې کوي او د طالبانو په ضد عملیات زیاتوي.

تېره ورځ د طالبانو له اړخه په څو ولایتونو کې له بریدونو وروسته او د خیبر په نوم د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پيل را وروسته د کورنیو چارو وزارت په غبرګون کې وايي چې دا کومه نوې او تازه خبره نده او پولیس به د طالبانو له هرې حملې وروسته بېرته ځوابیه بریدونه کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي خبریالانو ته وویل « د طالبانو د هرې حملې په بدل کې به پولیس لس حملې په طالبانو کوي، د هغوی د هرې حملې ځواب به وايو، په هغوی به تعرض کوو، برید به پرې کوو او عملیات به یې په ضد په لار اچوو.»

ښاغلي صدیقي وویل، چې څلور ولایتونه کنړ، فاریاب، غزني او پکتیکا د پولیسو د اصلي توجه دي او دغو ولایتونو ته به سږ پسرلی ډېر پام کوي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه، چې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو په ضد عملیات کړي دي، په تېره اوونۍ کې یې ۸۰ وسله وال مخالفین نیولي او ۲۷۵ وسله والو مخالفین یې وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د طالب په لیکو او په ټوله کې د وسله والو مخالفینو په لیکو کې د پاکستاني جنګیالیو شمېر زیات شوی او په ډېرو عملیاتو کې پاکستاني طالب لیدل شوي دي.

انتخابات
د کورنیو چارو وزارت وايي، د ممکنه دوهم پړاوو ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره یې په تیاریو بوخت دي، او تر اوسه له کومې جدي ستونزې سره ندي مخ شوي.

ښاغلی صدیقي، د طالبانو د پسرلینو عملیاتو پيل د ټاکنو د بل پړاوو لپاره ګواښ و نه ګاڼه وې ویل، چې د سیمو امنیتي ارزونه یې پیل کړې ده.

هغه وویل، ایساف ورسره په رسمي ډول ژمنې کړي چې د انتقالاتو په برخه کې به مرستې کوي.

نړیوال بحران د ادارې رپوټ
د نړیوال بحران د ادارې د څېړنې په غبرګون کې د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نړیوال بحران راپور تر ډېره د افغان امنیتي ځواکونو په تړاوو مثبت دي او ددغې ادارې له سپارښتنو سره موافق دي.

ښاغلي صدیقي وویل، د نړیوال بحران په رپوټ کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په کمېدو اندېښنه ښودل شوې چې د دوی په باور نړیواله ټولنه د شیکاګو کنفرانس ژمنو ته متعهد دي او باید ژمن واوسي.

د کورنیو چارو وزارت پداسې حال کې په طالبانو د تهاجمي عملیاتو یادونه کوي، چې طالبانو تېره ورځ په ننګرهار، غزني، کابل، پروان او څو نورو سیمو کې په یو لړ ملکي ادارو او نظامي اډو بریدونه وکړل.
XS
SM
MD
LG