د لاس رسي وړ اتصالات

د سلگونو ترکي کان کیندونکو د مرگ او ژوند شیبې


د ترکیې د ډبرو سکرو په کان کې چاودنه
د ترکیې د ډبرو سکرو په کان کې چاودنه
د وروستيو رپوټونو له مخې ٢٠٠ کان کیندونکې لا تراوسه په کان کې بند پاتې دي. د چاودنې پر مهال ٧٨٧ کان کیندونکی په کان کې وو. چارواکې وایي ٢۴٥ تنه مړه دي او ٣٦٣ ژغورل شوي دي.

د استانبول جنوب ته، د مانیسا ولایت د سوما په ښارگوټي کې د ډبرو د سکرو ېو لوی کان دی. هلته خونړی چاودنه د برقي ماشین د چاودنې له کبله رامینځته شوه او ورپسې اور بل شو.

د ژغورنې د عملیاتو سرپرستي د ترکیې د انرژی وزیر طاهر یلدیز کوي، هغه خبریالانو ته وویل چې په کان کې د هوا د تصفیه کولو عملیات روان دي.

اتلس ساعته وشول چی دغه چاودنه شوېده، خو رپوټ زیاته وي چې په کان کې لا تر اوسه اور بلیږي او هوا یې د کاربن مونوکسایډ له امله زهرجنه شوي ده.

څلور سوه ژغورونکې په کان کې د پاتي کسانو د را ایستلو هڅه کوي، خو دوی وایي چې کان کیندونکې شا او خوا څلور سوه متره لاندې دي او د چاودنې له کبله برقي لفت کار نه کوي
د ترکیې د کان د چاودنې د پیښې رپوټ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
XS
SM
MD
LG