د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن کې د سوریې د حکومت د مخالفینو په ملاټر غونډه


Zimbabwe Food Shortages
Zimbabwe Food Shortages
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د چارشنبی په ورځ لندن ته ځي چې د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د مخالفینو د ملاتړ کوونکو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې گډون وکړي.

د بهرنیو چارو په وزارت کې د امریکا غږ خبریال سکاټ سټیرنز واېي همدا هیوادونه، د جمهور رئیس اسد په وړاندې د وسله وال مقاومت ملاتړ زیاتوي، ځکه په دمشق کې د انتقالي حکومت په اړه مذاکرات شتون نلري.

له ېوې خوا د شمالي ایالت هما د ځنو سیمو د کنترول لپاره د یاغیانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جگړې روانی دی، او بله خوا د نړیوالې ټولنې له لورې هغه هلې ځلی هم وځنډیدی چې بحران ته یو سیاسي حل لټوي.

د سوریې د کړکیچ لپاره د ملگرو ملتونو او عربي اتحاد منځگړی، لخضر براهیمي استعفې کړی ده. هغه نژدې دوه کاله هڅې وکړی چې په سوریې کې سوله تامین شي، خو په دې هڅو کې ناکام شو.

براهیمي وکړی شوو چې د سوریې حکومتي چارواکي او د مخالفینو استازي د سولې په دوه پړاوه مذاکراتو کې ژنیو ته حاضر کړي، خو دواړه ځلي مذاکرات بی له کومې موافقې پای ته ورسیدل.

د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د براهیمي سره یوځای په یو خبري کنفرانس کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون وویل چې براهیمي به د می میاشتی په یودیرشمه د منځگړتوب له دندی استعفی وکړي.

ښاغلي مون زیاته کړه « د نژدې دوه کلونو لپاره، مشترک او ځانگړي استازي براهیمي غوښتل په سوریه کې بی رحمانه او مخ په خرابۍ روانې جگړې ته خاتمه ورکړي. هغه د سوریې، منځني ختیځ د سیمې او په پراخه کچه د نړیوالې ټولنې ترمنځ د سختو ستونزو د حل دمختلفو کړنلارو سره مخ شو. نړۍ واله ټولنه او سوریه له ېوبل نه د حل په لارو کې له یوبل نه مختلفی او سره لېرې کړنلارې لري.»

خو پخپله براهیمې بیا ناهیلي څرگندوي او وایي « پوښتنه داده چې د هغې سوریې د بیرته جوړیدو لپاره چې پخوا مو پیژندله، نورې څومره وژنې، مړي او تباهۍ باید هلته منځته راشي؟»
په لندن کې د سوریې د مخالفینو د ملاتړو غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر واېي جمهور رئیس اسد د یو سیاسي حل مخنیوی کو « دا کار ددې څرگندونه کوي چی دې په ډېرسرتمبه توب په قدرت پورې نښتی دی او دیته لېوال دی چی بېرل بمونه او گاز په خپلو خلکو استعمال کړي، او بېگناه ملکېان د توپ په گولیو وولي.خلک په خپلو کورونو کې وږي وساتی. دا دعوه هم کوي چی دی دا هېواد چلوي. زه فکر کوم چې متمدنه نړۍ به دا حالت ونه زغمي.»

خو جمهور رئیس اسد د بیاځلي ټاکنو لپاره کاندید دی، خپلو مخالفینو ته د ترهگرو خطاب کوي او وايی چی د سوریې د ډیموکراسۍ په وړاندې جنگیږي.

آدم ائیرل د امریکا پخوانی سفیر وایي « بشارالاسد نه غواړي چې هېڅ ډول امتېاز ورکړي، نه غواړي چې په ښه نېت مذاکرات وکړي، او نه غواړي چې په موجوده وضعېت کې کوم بدلون راولي، البته ترهغه وخت پورې چې دی په آرامه ناست وي او حالات دده په کنترول کې وي او دده په واک کی .»

د سوریې مخالف مشران د نړیوالې ټولنې نه غواړي چې د جمهور رئیس اسد کنترول راکم کړي.

ریم علف د سوریې د مخالف ائتلاف غړی دی. هغه روسیې او ایران ته هم خبردارې ورکوي « د اسد رژیم په دې پوهېږي چې په نظامی لحاظ کامیابیدلی نشي، که چېرې داسد پررژیم فشار راوړل شي، نوموږ په دې عقېده ېو چې دهغه حامیان، روسان او اېرانېان به په دې پوه شي چی د سیاسي حل لارې نه پرته بله چاره نشته.»

په واشنگټن کې د امریکا د بشري حقونو د څار د ادارې مرستیاله سارا مرگن واېي د یو سیاسي حل لاری په نه شتون کې، نړیواله ټولنه باید د ملکي وگړو د خوندیتوب لپاره زیاته هڅه وکړي.

جان کېري او د هغه فرانسوي سیال لورنت فئبس واېي، د لندن غونډه به د سوریې پر حکومت فشار راوړي چې د خپلې ژمنې سره سم، خپلې پاتی کیمیاوي وسلې هم وسپاري.
XS
SM
MD
LG