د لاس رسي وړ اتصالات

د دوهم پراو ټاکنې د جوزا په ۲۴ ترسره کیږي


ارشیف
ارشیف
د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن په رسمي ډول د افغانستان د ۱۳۹۳ کال د حمل د ۱۶ ورځې د ټاکنو پایلې اعلان کړلې چې له مخې یو کاندید هم پنځوس جمع یوه رایه نه ده ترلاسه کړې او ورسره ټاکنې دوهم پراو ته لاړلې.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون رئیس احمد یوسف نورستاني د پایلو د اعلان په وخت وویل چې د ۱۳۹۳ کال د حمل د ۱۶ ورځې په ټاکنو کې عبدالله عبدالله ۴۵٪، اشرف غني احمدزي۳۱.۶٪ ، زلمي رسول ۱۱.۴٪، استاد عبدرب الرسول سیاف ۷٪ ، قطب الدین هلال۲.۸٪ ، محمد شفیق ګل اغا شیرزي ۱.۶٪ ،داود سلطانزوي۰.۵٪ او هدایت امین ارسلا۰.۲٪، رایي ترلاسه کړي دي.

احمد یوسف نورستاني وویل"هیڅ کاندید پنځوس جمع یو رایه ترلاسه کړي نه ده ".

ښاغلي نورستاني وویل چې دوهم ځلې ټاکنې به د جوزا د میاشتې په ۲۴ د شنبې په ورځ ترسره شي.

ښاغلي نورستاني د ټاکنو په بهیر کې د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون په بښپړه بیطرفۍ ټینګار وکړ وویل چې دا کمیسیون چمتو دی چې دوهم ځلې ټاکنې په ټاکلي وخت تر سره کړي.

د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله
د جمهوري ریاست مخکښ کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتو د وروستیو نتیجو په منلو سره وویل چې په دوهم پړاو کې د اشرف غني احمدزي په وړاندې انتخاباتي مبارزې ته تیار دی.

ښاغلي عبدالله همداشان د انتخاباتي تاسیساتو په یو شمیر کړنو کې په نیمگړتیاو انتقاد وکړ او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون په چلند کې د اصلاحاتو غوښتونکی شو.

د جمهوري ریاست کاندید اشرف غني احمدزی
د جمهوري ریاست د انتخاباتو نوماند اشرف غني احمدزی چې څه دپاسه یو دیرش فیصده رایی یې گټلې دي، ویلي دي چې په دوهم پړاو ټاکنو کې گډون ته تیار دی.

ښاغلي غني وویل چې د انتخاباتو د قانون او د انتخاباتي بنسټونو د پریکړو پیروي کوي. هغه همداشان وویل چې د انتخاباتي کمیسیونونو مقامات او کارکوونکي باید د ویرې او گواښ په فضا کې کار وکړي.

د امریکا د متحده ایالتونو د سفیر غبرگون
د امریکا سفیر جمیز کننگهم په پخل پیغام کې ویلي چې نننی اعلان د افغانستان په دموکراتیکو پرمختیاو کې یو بل پړاو دی.

هغه عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ته په مبارکۍ ویلو او د میلیونونو افغان ښځینه او نارینو په ستایلو سره چې په انتخاباتو کې یې گډون کړی، زیاته کړه چې امریکا به د افغانستان د انتخاباتي پروسې ملاتړ ته دوام ورکړي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې سره به گډ کار وکړي چې افغان انتخاباتي تاسیسات نور هم پیاوړي شي.

د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي غبرگون
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د ماموریت یوناما مشر د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلان هرکلی وکړ، او ددې دموکراتیک پړاو د بشپړیدو په هکله یې افغان ولس، کاندیدانو او د هیواد انتخاباتي تاسیساتو ته مبارکي ویلې ده.
د یوناما مشر یان کوبیش په دې اړوند ویلي چې « حقیقتا چې افغانان ښایي پر خپلو انتخاباتو وویاړي.»

د انتخاباتو نوی مهال ویش:
د نوي انتخاباتي مهال ویش له مخې چې نن د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا اعلان شو د ثور له ٢٦ څخه د جوزا د لومړۍ نیټې پورې د انتخاباتو ولایتي دفترونو ته د موادو لیږد، او د جوزا له څلورمې څخه تر ٢٣ پورې د ولسوالیو مرکزونو ته انتخاباتي موادو انتقالیږي.

د دوهم پړاو ټاکنو لپاره د کاندیدانو انتخاباتي مبارزې د جوزا په لومړۍ نیټه پیل او د جوزا په ٢١ پای ته رسیږي او د دوهم پړاو انتخابات د جوزا په څلورویشتمه ترسره کیږي.

ددې مهال ویش له مخې د دوهم پړاو انتخاباتو ابتدایی نتیجې د سرطان په ١١ او وروستنۍ پایلې د انتخاباتي شکایتونو د ارزونې وروسته د سرطان په یو دیرشمه اعلانیږي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د سرطان له ١۴ څخه تر ٢۴ پورې ارزونې کوي او د سرطان په ٢٥ خپلې پریکړې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته استوي.

دا دوهم ځل دی چې د جمهوري ریاست انتخابات دوهم پړاو ځي .
XS
SM
MD
LG