د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو یو په بل ډزې کړي


ارشیف
ارشیف
په کندهار کې امنیتي چارواکي وایي چې د پنجشنبې د سهار په اووه بجو پاکستاني سرحدي ځواکونو د کندهار ولایت د معروف په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي چې له امله یې یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی دی.

د کندهار د پولیسو ویاند غورځنګ افريدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل دا نښته د معروف ولسوالۍ د اعلی جرګې په سیمه کې پیښه شوې چې په ترڅ کې دواړو خواو د درنو او سپکو وسلو نه هم کار اخیستی دی.

ښاغلي افريدي وویل چې نښته وروسته له هغه پيل شوه، چې پاکستاني سرحدي پوځيانو د ډيورنډ د کرښې د صفري نقطې نه څلور کېلو متره د افغانستان په لور مخ ته راغلل چې د افغان لوري له خوا یې مخه ونیول شوه.

افریدي ادعا وکړه چې نښته لومړی پاکستاني سرحدي ځواکونو پیل کړله چې په کې دواړو لورو د درنو او سپکو وسلو نه هم کار اخیستی دی.

هغه زياته کړه، چې په جګړه کې تر اوسه يو افغان سرحدي پوليس وژل شوی دی .

خو ښاغلي افریدي د پاکستاني سرحدي پوځيانو د تلفاتو په باب بې خبري وښودله وویل چې پاکستانیان سرحدي پوځیان لا اوس هم د کرښې له هغې خوا په افغان امنیتي پوستو د توپونو او درنو وسلو ډزې کوي.

د کورنیو چارو وزارت اعلامیه
د افغانستان د کورینو چارو وزارت د کندهار ولایت پر سرحدي پوستو باندې د پاکستاني ځواکونو برید د پاکستان، افغانستان او ناتو د درې اړخیزې موافقې څخه یو څرگند تیری بللی دی.

د کورنیو چارو وزارت همداشان په جگړه کې د یو افغان پولیس وژنه تائید کړې ده.

پاکستان ددې پیښې په باب تراوسه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونه یو بل سره جګړه کوي تیرکال هم افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو تر منځ د ننګرهار ولایت د ګوشتې په سرحدي ولسوالۍ کې نښتې شوې وې چې له امله یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی وو.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG