د لاس رسي وړ اتصالات

د دوهم ځلي ټاکنو لپاره د رایو پاڼې چاپ شوي


د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور
د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي چې د دوهم ځلي ټاکنو لپاره ۱۵ میلونه د رایو پاڼې چاپ شوي او کابل ته راوړل شوي دي چې ددغه کمیسیون د ټاکلي پروګرام له مخې به ولایتونو ته واستول شي.

ښاغلي نور د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا ځل د ټاکنو کمیسیون په پام کې لري چې په ټول افغانستان کې تر ۲۴۰۰۰ پورې د رایې اچونې محلونه پرانیځي.

د حمل په ۱۶ ورځ په ټول افغانستان کې ۱۹۷۰۰ د رایې اچونې محلونه پرانیستی وو.

ښاغلي نور د زیاتو رایې اچونې د محلونو د پرانستلو علت په ټاکنو کې ټولو خلکو ته د ګډون امکانات برابرول وښودل، زیاته یې کړه چې د کابل نه ولایتونو ته د ټاکنو د حساسو موادو لیږدول پیل شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وویل چې په ټاکنو کې د غبن د مخنوي لپاره یې پریکړه کړي چې هغه ۳۳۰۰ مامورین چې د حمل د ۱۶ ورځې په ټاکنو کې پرې د تقلب او درغلیو شک موجود دی، بیا تر راتلونکو ډیرو کلونو په کار ونه ګمارې او جریمه به هم شي.

ښاغلي نور وویل "په دې برخه کې یوه مهمه او اساسي خبره داده چې ځینې مامورین په دې ډله کې شته چې د هغوی کړونو د جرم بڼه اخیستی ده اوعدلي او قضایي ادارو ته سپارل کیږي چې دا ارګانونه به یي په اړه پریکړې کوي".

هغه وویل هغه شمیر مامورین چې په ولایتونو کې یې د تیرو ټاکنو په وخت ښه مدیریت نه درلود هغوی به هم بیا په کارونه وګمارل شي.

ښاغلي نور دا هم وویل چې ددغه کمیسیون چارواکي د جمهوري ریاست ددوه کاندیدانو سره لیده کاته کوي تر څو د دوهم ځلي ټاکنو د شفافیت او ددغو ټاکنو د قومیتوب د بڼې د اخستلو د مخنیوې په لارو چارو ورسره خبرې وکړي.

نورمحمد نور وویل "همدارنګه په دې غونډه کې زمونږ زیاته هڅه داده چې دواړو کاندیدانو ته دا مسله څرګنده کړو چې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې قومي،مذهبي او نژادي مسلوته ځای ور نه کړي".

ښاغلي نور وایي په دې کتنه کې به د کمیسیون چارواکي د ټاکنو د شفافیت لپاره ددغو کاندیدانو سپارښتنې هم یاداشت کړي.

په دوهم ځلي ټاکنو کې د ټاکنیزو مبارزو لپاره ۲۱ ورځې په پام کې نیول شوي چې د جوزا په لمړۍ ورځ به پیل او د جوزا په ۲۱ پای ته ورسیږي.

ولایتي شوراګانو د لومړنیو پایلو د اعلان ځنډ
د تاکنو د خپلواک کمیسیون د مهالویش له مخې د ثور ۲۷ د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان ورځ ټاکل شوي وه ،خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پایلو اعلان راتلونکو ورځو ته وځنډوه.

د کمیسیون ویاند د ولایتي شوراګانو د لومړنیو پایلو د اعلان په باب وویل چې په دي اړوند ټول کارونه پرمخ تللي او ټاکل شوې ده چې د ولایتي شوراګانو پایلې به په یوه یا دوه ورځو کې اعلان شي.

په افغانستان کې په ۳۴ ولایتونو کې د ۴۵۶ ولایتي شوراګانو څوکیو د ګټلو لپاره نږدې ۲۶۰۰ کاندیدان چې تر ۳۰۰ پورې یې ښځې دي ولاړ دي.
XS
SM
MD
LG