د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او چین د همکاریو پر پراختیا غږیږي


چین دا مهال په نړۍ د یوه لوی ځواک په توګه رادبره کېدونکی دی
چین دا مهال په نړۍ د یوه لوی ځواک په توګه رادبره کېدونکی دی
افغان ولسمشر حامد کرزی د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چین ته تللی چې، هلته د سیکا په سیمه اییز کنفرانس کې د ګډون تر څنګ له چینايي چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې اترې وکړي .

چین ته د ښاغلي کرزي سفر داسې مهال کیږي چې، د واک ختمېدو ته یې کمې ورځې پاتې دي .

ټاکل شوې چې ښاغلی کرزی نن (مۍ ۱۹) له خپل چینايي او ځینو نورو لوړپوړیو چارواکو سره د کابل-بیجنګ ترمنځ د همکاریو پر لاپراختیا او ځینو نورو موضوعګانو باندې خبرې وکړي .

ولسمشر کرزی همدغه راز د سیکا کنفرانس کې د افغانستان پر روانو حالاتو او له نړیوالې ټولنې سره یې پر اړیکو هم وینا کوي .

سیکا یا د اسیا د متقابلو همکاریو او اعتماد جوړونې د تدبیرونو سازمان ، له شاوخوا شلو اسیايي او منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو جوړ دی .

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف په ۱۹۹۲ کال کې د دغه سازمان د جوړېدو وړاندیز وکړ چې په ۱۹۹۶ کال کې جوړ شو.

دغه سازمان چې په هرو څلورو کلونو کې یو وارې غونډه کوي، د غړو او ناظرو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او اعتماد جوړونې لپاره کار کوي .

د افغانستان د سیمه اییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لیوال په سیکا کنفرانس کې د ولسمشر کرزي ګډون له غړو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ساتلو او پاللو لپاره مهم بولي، خو وايي چې نتیجه به یې هومره، مثبته نه وي.

ښاغلي لیوال امریکا غږ ته وویل:
( په دغه سازمان کې د اسرایلو نوم هم شته، داسې هېوادونه هم په کې شته چې له یوبل سره جدي ستونزې لري، لکه پاکستان او هند، همدا راز عراق هم د دغه سازمان غړی دی چې په خپله په سیاسي او نورو ستونزو کې ګېر دی. په سازمان کې د افغانستان ګډون یو ښه ګام دی خو، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره کومه هیله ترې کېدی نه شي .)

ښاغلی لیوال وايي تر ډېره د دا ډول سیمه اییزو سازمانونو ستونزه همدغه ده چې پرېکړې یې نه عملي کیږي .

په پام کې ده چې ولسمشر حامد کرزی د سیکا په کنفرانس کې ګډنوالو ته وینا هم وکړي.
په همدې حال کې د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر کرزی به په دغه سفر کې له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او یو شمېر نورو موضوعګانو خبرې اترې وکړي .

له افغانستان سره د چین مرستې:
چین چې دا مهال په نړۍ او خاص ډول اسیا کې د یوه لوی ځواک په توګه رادبره کېدونکی دی، له افغانستان سره یې ښې اړیکې له شک پرته چې د دغه هېواد لپاره ارزښتناکې بلل کېږي .

ښاغلی لیوال وايي ( چین په اقتصادي برخه کې د افغانستان ښه ملګری کېدی شي، چین د افغانستان د طبعي زیرمو د راسپړنې په برخو کې پام وړ مرسته او پانګونه کولی شي، چې یوه ښه بېلګه یې د لوګر د مس عینک کان په سپړنې کې پانګونه او مرسته ده.)

ښاغلی لیوال وايي چین مجبوره دی چې د یو باثباته او سوله اییز افغانستان سره هر ډول مرسته وکړي .

( دا د چین مجبوریت دی چې یو باثباته او پر خپلو پښو ولاړ ګاونډی ولري، چین په سیاسي او پوځي برخو کې هم له افغانستان سره پام وړ مرسته کولی شي او دغه دواړه هېوادونه په دغه ډګر هم له یو بل سره ښه ملګرتیا پاللی شي، ځکه چې چین له دې اړخه پر خپلو پښو ولاړ او د سیالانو سیال دی .)

ویل کیږي چې چین په تېرو څو کلونو کې شاوخوا درې سوه میلیونه ډالره له افغانستان سره مرسته کړې او د بیارغونې په برخو کې یې هم دغه هېواد ته کار کوونکي استولي چې، د کابل- جلال د لویې لارې جوړول یې یوه ښه بېلګه بلل کیږي .
  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG