د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان او بهرنیو سوداگرو د اړیکو مرکزونه پرانستل شول


د افغانستان د سوداګرۍ مرکز د پرانستلو غونډه
د افغانستان د سوداګرۍ مرکز د پرانستلو غونډه
بهرنیو سوداګرو سره د افغان سوداګرو د اړیکو ټینګولو لپاره د امریکا د سوداګرۍ د وزارت په مرسته د دوشنبې په ورځ په کابل، مزار شریف،هرات او کندهار کې د سوداګرۍ مرکزونه پرانستل شول.

دا مرکز چې د دوشنبې په ورځ یې د سوداګریزو او صنایعو خونو په ودانۍ کې فعالیت پيل کړ، د امریکا د سوداګرۍ د وزارت له خوا تمویل کیږي او یو د شرکت له لورې چې د افغانستان د ساتلو د ګروپ په نوم یادیږي چلول کیږي.

دغه مرکز په عصري وسایلو مجهز دی، د معلوماتي ټکنالوجۍ معیاري وسیلې لري، او افغان سوداګر له نورې نړۍ سره د پرمختللو وسایلو په مټ اړیکې ټینګولې شي.

ددې مرکز د جوړیدلو هدف د نورې نړۍ له سوداګرو سره د افغان ملي سوداګر د سوداګریزو معاملو، په اړیکو نېولو، د کاري واټن په راکمولو، د سوداګریزو شریکباڼو پیدا کولو په برخو کې مرسته کول دي.

ددې ریاست د عامل پلاوي رئيس محمد قربان حقجو خبریالانو ته وویل، د افغانستان د سوداګرۍ مرکز افغان سوداګرو ته دا اسانتیا برابروي، چې د ویډیو کنفرانسونو له لارې خپلې راکړې ورکړې د نورو ملکونو له سوداګرو سره ټینګې کړي.

قربان حقجو وویل ‬"ددې مرکز لومړۍ اسانتیا دا ده چې، زمونږ سوداګر نور اړ ندي، چې د بل ملک ویزه واخلي، ټکټ وکړي، هغه ملک ته لاړ شي، او هلته بیا سرګردانه ګرځي چې څنګه یو تجار ملګری پیدا کړي، له دومره مصارفو او سرګردانیو خلاصیږي.‪"‬

ښاغلي حقجو وویل، له دغه مرکز همدا اوس نېږدې لسو ملکونو سره تماسونه نېول شوي دي، امریکا، هالند، عربي متحده امارات، پاکستان، هند، قزاقستان، ترکیه او ځینو نورو ملکونو سره له دې مرکز اړیکې نیول شويدي.

‪"هغه وویل ‬ که په هند کې یو هندي سوداګر د افغانستان وچه میوه غواړي واخلي، د هند د سوداګریزو خونو کې عینا همداسې یو مرکز شته، له هغه ځایه هندی تجار دلته زمونږ له افغان تجار سره چې د وچې میوې کار کوي، مونږ د خبرو او معاملې زمینه له دغه مرکز برابروو، دا دواړه تجاران خپل مالونه یو بل ته لیږي معامله کوي اړ ندي چې د یوه درېیم کمیشنکار له لارې خپلې سوداګریزې معاملې وکړي.‪"‬

سوداګریزې خونې وايي، دا پروژه د یوه کال لپاره د امریکا د تجارت د وزارت له خوا تمویلیږي، خو له هغې وروسته بیا د افغانستان د سوداګریزو خونو د ریاست له خوا چلول کیږي.

دم ګړۍ له دغه مرکز ګټه اخېستل وړیا دي، خو تر یوه کال وروسته ښايي وړه بییه ورته وټاکل شي.

دوی وايي، ژر به په جلال اباد کې د افغانستان د سوداګرۍ مرکز هم پرانستل شي.

روزنیزې چارې
د افغانستان سوداګري او تجارت تر ۸۰ په سلو کې عنعنوي بڼه لري، د سوداګرۍ خونې وايي، د افغانستان د سوداګرو مرکز به د عصري سوداګرۍ په برخه کې افغان سوداګر هم وروزي.

ترڅنګ به یې د سوداګرۍ د مدیریت چارې هم افغان سوداګرو ته وښودل شي.

د نورو ملکونو له تجربو کار اخېستل، د کار او بار وده، د ښوونیزو ورکشاپونو او پروګرامونو دایرول ددغه مرکز له کارونو هم دي.

د سوداګرۍ د خونو په ويناء دا مهال په افغانستان کې ۱.۵ ملیونه وړې او لويي پانګونې وجود لري، د افغانستان سوداګر د نړۍ له شلو ملکونو سره تجارتي اړیکي لري.

لس له دغو ملکونو ګاونډیان او خلیجي ملکونه دي او لس نور د ایکو غړي هیوادونه او نور دي.

د سوداګرۍ خونې وايي، ټاکنو د افغان پانګوالو په پانګونه اغیزه کړې ده، او د ساختمان او هغو پروژو کارونه چې د بهرنیو سره یې مستقیما اړېکې وې ډېرې متضرره کړي دي.
XS
SM
MD
LG