د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل امنیتي غونډه او د دیورند د کرښې امنیتي ستونزې


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د افغانستان، پاکستان او د ناټو د ځواکونو د پوځي‌ چارواکو ترمنځ د درې اړخیز کمیسیون په اوه دیرشمه غونډه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې په امنیتي مسلو خبرې شوي دي.

په دې غونډه کې د افغان پوځ لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي‌ د پاکستان لوی درستیز جنرال شریف راحیل او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ډنفورد ګډون کړی وو.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل چې د افغانستان د دفاع په وزارت کې په دې جوړې شوې غونډه کې په ټولو هغو امنیتي مسلو چې د ډیورند د کرښې په اوږدو کې موجودې دي، د غونډې برخه والو پرې خبرې کړي دي.

جنرال وزیري وویل "تاسو ته معلومه ده چې په افغانستان کې ځینې سیمې د امنیتي ګواښ سره مخ دي او امنیتي وضعیت یې ښه نه دی،تاسو ته معلومه ده چې دغو سیمو ته اکثره مخالفان د افغانستان له اړخه را اوړي کومې مسلې چې امنیت پورې تړلي دي په دې غونډه کې پرې خبرې کیږي".

ښاغلي وزیري وویل چې دا غونډه د دوشنبې په سهار پیل شوې وه او تر ماسپښین پورې یې دوام درلود.

ښاغلي وزیري ددې غونډې په باب وویل چې دا غونډې مشورتي غونډې دي د غونډې ګډون کوونکي په هغو مسلو چې په باب یې اندیښنې لري او یا ورنه شکایت لري، خبرې کوي او بیا په اړه یې درې واړه غاړې موافقه کوي.

د دفاع وزارت ددغه چارواکي د څرګندونو لږ دمخه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني خبریالانو سره په خبرو کې هیله وښوده چې د افغانستان، پاکستان او د ناټو د چارواکو په دې غونډه کې به د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کې موجودو ستونزو ته د حل لار وموندل شي.

ښاغلي مستغني وویل "هیله ده هغه ستونزې چې د افغانستان یو شمیر سیمو ته د ډیورند د کرښې د هغې خوا نه رامنځ ته کیږي د نننۍ غونډې نتیجې به د یو تل پاتې هواري وړاندیز وکړي".

درې اړخیز کمیسیون
د افغانستان او پاکستان او ناټو عالي رتبه پوځي‌ چارواکي‌ له نږدې اوو کلنو راپدې خوا په درې اړخیزو غونډو کې چې په نوبتي توګه په کابل،‌ لاهور پنډۍ او بګرام کې جوړیږي، برخه اخلي.

د دوشنبې د ورځې په غونډه کې د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف نږدې شپږ میاشتې وړاندې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په حیث د ټاکلو وروسته په لومړی ځل برخه اخیستې ده.

خو جنرال شریف په داسې حال کې کابل ته راغلی چې نږدې څلور ورځې وړاندې د کندهار ولایت د معروف په سرحدي ولسوالۍ کې د پاکستان سرحد ته نږدې افغان او پاکستاني سرحد ساتونکو جګړه کړې وه چې پکې یو افغان پولیس وژل شوی دی.

همداشان په کونړ کې ولایتي چارواکي وايي چې د دوشنبې په ورځ بیا د پاکستان له اړخه ددغه ولایت په یوې بلې سرحدي‌ ولسوالۍ سرکاڼو باندې شپاړس توغندني لګیدلي خو چا ته پکې د سر زیان نه دی پیښ شوی.

پاکستان هم ادعا کوي چې د افغان حکومت امنیتي ادارې پاکستان کې د حکومت مخالفو وسله والو ډلو سره مرستې کوي ، خو کابل دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

ټاکل شوې چې د پاکستان د پوځ مشر د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال او سرپرست محمد یونس قانوني سره هم وګوري.
XS
SM
MD
LG