د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د اوکراین له پولې څخه د ځواکونو د وتلو امر کړی


روسي زغره وال ځواکونه
روسي زغره وال ځواکونه
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د خپلو هغو ځواکونو د بیرته ستنیدو امر کړی چې د اوکراین د سرحد سره په نښتو، درې سیمو کې یې پوځي تمرینونه ترسره کول.

د انترفاکس خبري اژانس راپور وایي ځواکونه به هغه سیمې ته ستانه شي چیرته چې دایمي اډې لري.

دا سمدستي نده معلومه شوې چې آیا ددی امر له مخې به د اوکراین په سرحد کې د عسکرو شمیر را کم شي او که نه، چیرته چې ناټو ویلي روسیې هلته څلویښت زره عسکر تنظیم کړي دِِي.

ناټو او امریکا وایي د می په اوومه چې کله جمهور رئیس پوتین د سرحدي سیمو نه د ځواکونو د ستنیدو امرکړی و، تراوسه د عسکرو د کمیدو کومه نښه نده لیدل شوې.

د روسیې خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د می په ١٩ د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا لیکلي چې، د اوکراین په اړه د ژورو اختلافاتو لرلو په وجهې، د اروپايي ټولنې او ناټو سره د روسیې اړیکې له سره ارزول غواړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف وایي « دا روابط جدي غور غواړي، او د خپلو اروپايي ټولنې او ناټو غړو هیوادونو سره په گډه، کوشش کوو داسی ارزونه وکړو چې پوه شوو، موږ په کوم وضعیت کې یوو، په کومو ساحو کې زموږ قضاوتونه سره برابر دي او په کومو ساحو کې ندي.»

یوه اونۍ تردې مخکې چې اوکراین ملي انتخابات ترسره کړي، ناامني او د اوکراین په ختیځو سیمو کې بیلتون غوښتونکي لاهم په جزباتو کې دي.

د امریکا غږ خبریال مائیکل بؤمن واېي، سره لدې چې د ټول اوکراین په گډون شک موجود دی، د جمهور رئیس اوباما حکومت د می د میاشتی د پنځه ویشتمې نیټې په ټاکنو ټینگار لري.

د اوکراین ختیځ ښار سلوانڅک کې چاودنې د اوکرائني امنیتي ځواکونو او روسي پلوه وسله والو ترمنځ د وروستیو شخړو نښې څرگندوي. پدې ښارگوټي کې خپل سره ښاروال واسیلوف پوناماریوف د کیف اوامر نه مني.

هغه وایي « اوکرائني چارواکي تل اشغالگر وو او همداسی پاتی شوو. هرڅه چې موږ ترسره کوو، د ځان لپاره یې نه کوو، بلکې د ولس لپاره یې کوو. پریږدئ چې دوئ پخپله خپل سرنوشت وټاکي.»

بلخوا د اوکرائن په ختیځ کې د جگړو د زیاتیدو نښې ښکاري او د ملگرو ملتونو د بشري حقونو څارونکی ایوان سیمونویک د خلکو د وژنې راپور لري، « د بشري حقونو د څار ادارې ته داسی معلومات رسیدلي چې دوه سوه پنځوس تنه مړه شوي، چې په کې سیمه ایزه خلک، ملي امنیتي ځواکونه، او د وسله والو ډلو کسان شامل دي.»

په واشنگټن کې په داسې حال کې چې سپینه ماڼۍ د می په ٢٥د یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست ټاکنو ته سترگی په لار ده، د سپینې ماڼۍ ویاند جئ کارني واېي دا د اوکرائن د بحران د کنترول لپاره یو جدي گام دی.

هغه زیاتوي چې « زموږ، په اروپا کې د امنیت او همکارئ د سازمان، او د اوکرائن د حکومت او همداشان د زموږ د ټولو متحدینو پاملرنه همدی هڅې ته متمرکزه ده چې دا ټاکنې ترسره شي.»

خو د امریکا پخواني مرستیال جمهور رئیس ډیک چیني فاکس نیوز تلویزیون سره په خبرو کې پرون وویل چې د اوباما د حکومت د بهرنۍ پالیسئ د ناسم مدیریت له امله پر حکومت باندې کورنِِي انتقادونه هم دیر شوِي دِي.

د جرمني د شپیگل مجلې پرون په یو راپور کې د ناټو سازمان د راتلونکې پلان ځنی ټکي څرگند کړي او واېي ناټو پدې هڅه کې ده چې د روسیې د پوځي تحرکاتو په وړاندې د بالتیک هیوادونو دفاع اسان کار نه دی.

امریکا هم د بالتیک دری هیوادونو، استونیا، لیتویا او لیتوانیا او پولند ته شپږسوه عسکر لیږلي چې په ختیځه اروپا کې د ناټو د حضور زیاتوالي لپاره په پوځي تمرینونو او مانورو کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG