د لاس رسي وړ اتصالات

د ولایتي شوراګانو لومړنۍ پایلې اعلان شوې


د افغانستان د ولایتي شوراگانو ټاکنې
د افغانستان د ولایتي شوراگانو ټاکنې
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څو ورځو ځنډ وروسته د سه شنبې په ورځ د ۱۳۹۳ کال د ولایتي شوراګانو لومړنۍ پایلې په خپله انټرنیټ پاڼه کې اعلان کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهالویش له مخې د ولایتي شوراګانو د لومړنیو پایلو اعلان لپاره د ثور ۲۷ ورځ په پام کې نیول شوي وه، خو د ټاکنو د کمیسیون چارواکو وویل چې په پایلو کې د ښه دقت له مخې یې د پایلو اعلان ځنډولی و.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رئیس ضیاالحق امرخیل خبریالانو ته وویل چې په لومړنیو پایلو باندې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خوا د شکایتونو د څیړولو وروسته دا کمیسیون چمتو دی چې د ټاکل شوي مهالویش له مخې د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې هم اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په انټرنیټ پاڼه کې د ولایتي شوراګانو د ګټونکو کاندیدانو په باب ډیر معلومات نشته دې، خو ښاغلي امرخیل خبریالانو ته وویل چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خوا د شکایتونو د څیړولو وروسته به د ولایتي شوراګانو د پایلو په باب بشپړ معلومات خپاره کړي.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ولایتونو نفوس ته په کتنې د ولایتي شوراګانو ۴۵۸ څوکۍ موجودې دي چې ددغو څوکیو د ګټلو لپاره تر ۲۶۰۰ پورې کاندیدانو چې ۳۰۰ یې ښځې دي د حمل په ۱۶ ورځ په ټاکنو کې برخه اخیستی وه.

د شکایتونو څیړل
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو نوماندانو ته د سبا تر دوولسو بجو پورې مهلت ورکړی چې که د ولایتي شوراګانو د لومړنیو پایلو په تړاوو شکایتونه لري، نو کمیسیون ته دې یې وسپاري.

ددې کمیسیون ویاند نادر محسني خبریالانو ته وویل، د ټاکنو د قانون په اساس د ولایتي شوراګانو کاندیدان چې له لومړنیو پایلو خوښ نه وي او شکایتونه ولري، د څلورویشتو ساعتونو په موده کې د ټاکنیزو شکایتونو ولایتي دفترونو کې شکایتونه درج کولی شي.

هغه وویل، خپلو ولایتي دفترونو ته یې هدایت کړی چې شکایتونه درج کړي. هغه وايي، چې شکایتونو ته به علني رسیده ګي کوي.

محسني وویل "دا چې څلور ورځې د ولایتي شوراګانو د لومړنیو پایلو په اعلان کې ځنډ راغلی، مونږ هڅه کوو چې د جوزا تر ۱۷ نېټې پورې خپلې څېړنې د ټاکنو کمیسیون ته وسپارو".

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د جمهوري ریاست په دوو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي غږ وکړ، چې د دوهم پړاوو ټاکنو د کمپاین په مهال د ټاکنو قوانین تر پښو لاندې نه کړي.

د دواړو نوماندانو ټاکنیز کمپاین د جوزا په لومړۍ نېټه پيل کیږي.

هغه وویل که حکومتي چارواکي دا ځل په ټاکنو کې مداخله وکړي نو دوی به یې په وړاندې قانوني جدي ګامونه واخلي.
XS
SM
MD
LG