د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بریدونو په اړه د افغان وزیر خبرداری


داودزی، دلوړ پوړو امنیتي چارواکو او قومندانانو په غونډه کې
داودزی، دلوړ پوړو امنیتي چارواکو او قومندانانو په غونډه کې
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي، پاکستان ته خبرداری ورکړې که په افغانستان د توغندیو بریدونه و نه دروي، نو بیا هرڅه چې پېښ شول مسؤل به یې دا هیواد وي.

ښاغلي داودزي، چې د افغان امنیتي لوړ پوړو چارواکو او قومندانانو سره په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، چې پاکستان د افغانستان لوري ته په پوستو د طالبانو د خیبر د عملیاتو سره جوخت ددغه هیواد نظاميانو هم بریدونه پيل کړي، چې نور افغانستان ته د زغم وړ ندي.

ښاغلي داودزي پاکستان ته په خطاب کې وویل"‬بس، نور بس، همدومره، په انګلیسي ورته وایم نور بس کړئ، زمونږ چوپتیا دا معنی نه ورکوي چې کمزوري یو، زمونږ چوپتیا تاسې ته زمونږ د ښه ګاونډیتوب څرګندوی کوي، دا کمزوري مه ګڼئ.‪"‬

‪ښاغلي داودزي زیاته کړه چې د پاکستان نظامیانو نه یوازې په کنړ کې د توغندېو ورولو ته دوام ورکړی دی، بلکې تېره شپه یې په خوست او پکتیکا هم توغندي ورولي دي، او د افغانستان سرحدي پوستې یې تر بریدونو لاندې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزیر وویل ‬"‬ که پاکستان بریدونه و نه دوري، هر څه چې پېښ شول، ددې بریدونو هر بد عواقب به د پاکستان په غاړه وي.‪"‬

ټاکنې او امنیت
د ښاغلي داودزي دا څرګندونې داسې یوې غونډې ته کولې، چې د ټولو ولایتونو امنیه قومندانان ورته بلل شوي وو، او د ټاکنو د دوهم پړاوو په امنیت یې بحث کاوه.

ښاغلی داودزي وایي د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو ټاکنې له لومړي پړاوو ډېرې له ګواښونو سره مخ دي او په ويناء یې وسله وال مخالفین هم د لومړي پړاوو له ناکامیو کینه کښ شوي دي.

هغه زیاته کړه ‪"‬دښمن له اول پړاوو ټاکنو کې چې ناکام شو کینه کښ شوی، غواړي چې خپله ناکامي اوس جبران کړي، هواء هم ګرمه شوې ده، خو مونږ هم ټاکنو ته د امنیت د تیارولو لپاره تیار یو.‪"‬

کورنیو چارو وزیر له ټولو امنیه قومندانانو وغوښتل، چې په ټاکنو د بې طرفه کېدو په تړاوو ورسره ژمنه وکړي. او زیاته یې کړه چې په لومړي پړاوو کې امنیتي ځواکونه بې طرفه وو باید بې طرفه پاتې شي.

هغه وویل، په ټولو هغو ستونزو بحث کوي چې په لومړي پړاوو کې وو، او دا ستونزې باید په دوهم پړاوو ټاکنو کې تکرار نه شي.

بل لورته د یوناما مشر یان کوبیش د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو وغوښتل، چې خپل پلویانو ته ووايي، چې د دوی په ګټه درغلۍ و نه کړي.

ښاغلي کوبیش وویل، چې د افغانستان له ګاونډیانو سره د نړیوالې ټولنې په استازیتوب خبرې کوي، ترڅو د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه و نه کړي او بې طرفي وساتي.

د ټاکنو د کمیسیونو مشرانو له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې امنیت لاپسې ټینګ کړي او د ټاکنو په بهیر کې افغان امنیتي ځواکونه له مداخلې وساتي.

د ټاکنو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وویل، امنیتي ځواکونه دې سل متره د رایو د ورکولو له صندوقونو لرې وي، په هغو سیمو کې چې لوړ امنیتي تهدیدونه باید لوړ تدابیر و نېول شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وویل په ځینو مواردو کې امنیتي ځواکونو مداخلې کړې وې، خو باید په دوهم پړاوو ټاکنو کې ډډه وکړي.

د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو ټاکنې به د جوزا د میاشتې په څلورویشتمه ترسره شي، خو افغان امنیتي ارګانونه وايي، چې لا له اوسه یې تدابیرو ته په کار اخته دي.
XS
SM
MD
LG