د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: لاهم یمګان ولسوالۍ کې جګړه روانه ده


ارشیف
ارشیف
د بدخشان ولایتي چارواکي وایي چې لاهم د یمګان ولسوالۍ له لاسه تللو سمیو د بیرته نیولو لپاره د حکومتي ځواکونو او مخالفو وسلوالو ترمنځ جګړه روانه ده.

د بدخشان د والي مرستیال ګل محمد بیدار وايي چې د ولسوالۍ یوه برخه د پولیسو په لاس کې ده، خو لا هم د ولسوالۍ د بشپړ تر لاسه کولو لپاره جګړه روانه ده، هغه وايي "تر اوسه په دغه جګړه کې اته تنه پولیس وژل شوي او څلویښت تنه نور هغه وخت محاصره شول چې مهمات ورسره خلاص شوي وو".

ښاغلی بیدار زیاتوي چې د محاصره پولیسو د خلاصون په موخه يې له مرکز څخه د ملي اردو د کمانډو قواوې راغوښتي چې سیمې ته رسیدلي دي.

د بدخشان ولایت مرستیال وايي چې دوي به په راتلونکو دری ورځو کې د یمګان ولسوالۍ په ګډون د کران منجان، او جرم په ولسوالیو کې هم د مخالفو وسله والو پر ضد عملیات وکړي.

تیره ورځ سهار وختي د بدخشان ولایت پر یمګان ولسوالۍ مخالفو وسله والو برید کړی،د بدخشان د ولایتي چارواکو په وینا په دغه برید کې اته تنه پولیس وژل شوي او څلویښت تنه نور د مخالفو وسلوالو له خوا محاصره شوي دي.

د بدخشان د ولایت د والي ویاند احمد نوید فروتن امریکا غږ ته وویل چې د یمګان ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکې پايي د وسله والو له خوا له منځه وړل شوي، چې په نتیجه کې د افغان ځواکونو دولتي مامورینو او خلکو اړیکې له مرکز سره پرې شوي دي.

ښاغلي فروتن وویل چې سیمې ته د هلیکوپترو په وسیله مرستې رسول شوي دي.
خو هغه وویل چې مخالف وسلوال لا هم په سیمه کې خضور لري.

طالبانو په یو بیان کې ویلي چې د خیبرعملیاتو په لړ کې یې د سه شنبې په غرمه دا ولسوالۍ نیولې ده.

طالبانو په دغه نښته کې د ۱۶ افغان پولیسو د وژل کیدلو او پنځه نورو د نیولو ادعا هم کړي ده.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG