د لاس رسي وړ اتصالات

د پوهنې وزارت: د ښونځیو د ودانیو کفیت د ډاډ وړ دی


د یو ښوونځي ودانۍ
د یو ښوونځي ودانۍ
د پوهنې وزارت د انجینرۍ څانگه د پوره ارزونې وروسته یوه ودانۍ د لوست او زده کړو دپاره د ښوونځیو مسؤلینو ته ورسپاري. دا د پوهنې د وزارت د ویاند کبیر حقمل څرگندونې دي چې د امریکا غږ آشنا راډیو سره یې په مرکه کې وکړې.

د سه شنبې په ورځ د سرپل ولایت نه د یو رپوټ له مخې د یو ابتدائيه ښوونځي د چت د غورځیدو په نتیجه کې دیرش شاگردان او یو ښوونکی ژوبل شول.

په دې اړوند د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل د آشنا تلویزیون د یوې پوښنې په ځواب کې وویل چې اصل کې دیوال نه دی نړیدلی بلکې پلستر ېې را غورځیدلی چې له امله یې یو شمیر زده کوونکي لږ غوندې ژوبل شوي او یو شمیر نور ېې ویریدلي دي.


ښاغلي حقمل ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دوي داسې مکتبونه هم لري چې وداني ېې د شاگردانو د ناستې وړ نه وي وویل، تر کومه ځایه چې د سر پل ددغه ښوونځي خبره ده، دا د ١٣٨٨ کال ودانۍ ده چې زړه شوې وه او دغه پیښه پکې رامنځته شوه. خو په مجموع کې د پوهنې وزارت لخوا په جوړو شویو او له ارزونې وروسته د منظور شویو ودانیو کې داسې پیښې نه رامنځته کیږي.

هغه وویل چې دوي د پوهنې د وزارت د انجینرۍ څانگه ډیر په دقت سره د داسې ودانیو څارنه او معاینه کوي او بیا ېې د درس او تدریس دپاره د کارولو اجازه ورکوي.

ښاغلي حقمل وویل چې د پوهنې وزارت د ښوونځيو او هر ډول تعلمي مرکزونو د ودانیو کیفیت په پوره توگه ارزیابي کوي او که چرې کومه داسې پیښه لکه چې په سر پل ولایت وشوه، رامنځ ته شي د هغې کلکه پلټنه کوي او علت یې معلوموي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00
مستقیمه لیکه
  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG