د لاس رسي وړ اتصالات

داودزی: د یمګان د بیرته نېولو لپاره ځواکونه لیږدول شوي


د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی
د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی
د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزی وايي، چې د بدخشان د یمګان ولسوالۍ د بېرته نېولو لپاره کمکي ځواکونه د چارشنبې په ماښام دغې ولسوالۍ ته لیږدول شوي دي او په سیمه کې یې تصفيي عملیات پیل کړي دي.

ښاغلي داودزي پدې تړاوو چې طالبانو ددغه ولسوالۍ ۲۷ پولیس یرغمل کړي دي، وویل "‬زه لا تراوسه واقعي معلومات نه لرم، زه دومره پوهیږم چې دوی ولسوالۍ نېولې ده، زما سلا دوی ته دا ده چې هیڅ څوک خپله خاوره نه نیسي.‪"‬

د بدخشان د ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته منلې وه، چې دا ۲۷ تنه چې له طالبانو پټ شوي وو، د سپین ږیرو په منځګړیتوب له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د ټاکنو امنیت
ښاغلي داودزي د جمهوري ریاست د ټاکنو د دوهم پړاوو د کمپاینونو د پيل په ورځ وویل چې افغان امنیتي ځواکونه ددې وړتیا لري چې د ټاکنو امنیت په ټینګه ونیسي.

ښاغلي داودزي زیاته کړه، د ټولو ولایتونو امنیه قومندانانو ورته د چارشنبې په ورځ ویلي چې د ټاکنو د امنیت لپاره به کلک امنیت نیسي او په تیاریو بوخت دي، هغه وویل لوړ پوړي امنیتي ځواکونو تعهد کړی په ټاکنو کې به خپله بې طرفي ساتي او تر خپلې وسې به د درغلیو مخه هم نیسي.

د کورنیو چارو وزیر په څرګنده وویل، سږکال پسرلی له طالبانو سره بهرني طالبان د نورو کلونو په پرتله زیات شوي دي او طالبان د بهرنیو طالبانو په ملتیا هڅه کوي ترڅو د ټاکنو لپاره خنډ شي.

ښاغلي داودزي په دې هکله چې د ټاکنو په ورځ به د رايي ورکونې څومره مرکزونو پرانستي وي، وویل"‬د ټاکنو په لومړي پړاوو کې ۷۴۸ د رايي ورکونې مراکز بند وو، چې بیا د ټاکنو په ورځ ۲۰۵ نور مراکز هم پرې علاوه شول، دا به په اینده هفته کې زمونږ مشترک هئیتونه ځي، دا مرکزونه به دوباره بررسيو کوي، د دوی د بررسۍ نتایج چې راشي نو بیا مونږ ویلی شو، چې پدې کې څو مراکز داسې دي چې خلاصېدلی شي او څومره نور نه شي خلاصېدلی. ‪"‬

د کورنیو چارو وزیر د ګارډین د ورځپاڼې د یو رپوټ په هکله چې گواکې ولسمشر کرزي د ځانګړو قطعو دوه جنرالان د ټاکنو په لومړي پړاوو کې د لاسوهنې له امله له دندو ګوښه کړي دي، څرگندونې وکړې.
هغه وویل‪"‬دا دوه زمونږ د خاصې قطعې افسران وو، جنرالان نه وو، دوی سرګروپان ول. پدوی اتهام وو، په هر چا تور لګول کیږي، دا تورونه داسې وو، چې دوی د شپې په عملیاتو کې له قوانینو سرغړونه کړې وه، دغه تورونو ته عدليي تعقیب وشو، او یا هم په جریان کې دي، خو څنګه چې ګارډین ورته شکل ورکړی ډېره مبالغه یې کړې ده.‪"‬

ښاغلي داودزي، پاکستان ته د تېرې ورځې د خبرداري په تړاوو وویل، چې دا خبرداری یې د کورنیو چارو د وزیر په توګه چې د پولو امنیت ساتل یې په غاړه دي ورکړی دی.

هغه بیا هم وویل که پاکستان د راکټونو ورول و نه دروي، په وړاندې به یې غلي پاتې نه شي.
XS
SM
MD
LG