د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې د هند په کونسلګرۍ ډله ییز برید پای ته ورسید


په هرات کې د هند کونسلگري
په هرات کې د هند کونسلگري
د هرات ولایتي امنیتي چارواکي وایي چې په دغه ښار کې د هند په کونسلګرۍ د وسلوالو ډله ییز برید د اته ساعته جګړي وروسته پای ورسیده.

په هرات کې امنیتي چارواکي وایي چې یو شمیر وسلوالو د جمعې په سهار ۳:۳۰ بجو د هرات د ښار د اب مرغان په سیمه کې د هند په کونسلګرۍ ډله ییز برید وکړ.

امنیتي چارواکي وایي چې وسلوال د هند کونسلګرۍ شاته یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه په کونسلګرۍ ډزې کوي.

دا چارواکي وایي چې بریدګر د ودانۍ په لاندیني پوړ کې پټ شوي او له هغه ځایه de په امنیتي ځواکونو ډزې کولې.

په لویدیځ زون کې د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد د پیښې وروسته خبریالانو ته وویل چې برید کوونکي درې تنه وو چې افغان امنیتي ځواکونو سره د اته ساعته جګړي وروسته ټول ووژل شول.

جنرال تاج محمد جاهد وویل چې یو بریدګر کله چې غوښتل د هندوستان کونسلګرۍ ته لاړشي د کونسلګرۍ د ساتوونکو له خوا ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیه ویل شوي چې بریدوکوونکي پنځه تنه وو چې ټول یې د امنیتي ځواکونو له لورې ووژل شول.

بلخوا د هرات د خوزوي روغتون چارواکي وایي چې دغه روغتون ته پنځه امنیتي ادارو مربوط ټپیان وروړل شوي چې د یو تن روغتیایي وضیعت د اندیښنې وړ ښودل شوي دی.

په هرات کې د هند سرکنسل امیت کمار مشیرا خبریالانو ته ویلي چې په برید کې ددغې کونسلګرۍ هیڅ یو مامور ته د سر زیان نه دی رسیدلې.

د هرات امنیه قوماندان جنرال سمیع الله قطره د بریدکونکو د هویت په باب وایي چې بریدکونکي بهرنیان دي چې د پلټنو په وخت ورڅخه بهرني اسعار ترلاسه شوي دي.

د کرزي او مودي په تیلیفون خبري

د افغانستان جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر په یو بیان کې ویلي چې جمهور ریس حامد کرزي د جمعې په ورځ د هند منتخب صدراعظم نرېندرا مودي سره په دی هکله په تیلیفون خبري کړي او په هرات کې د هند په کونسلګرۍ ډله ییز برید په سختو ټکو وغنده.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس حامد کرزي د هند منتخب صدراعظم ته د پیښې په باب معلومات ورکړي او هغه ته یې په افغانستان کې د هندي وګړو د ژوند د خوندیتوب په هکله ډاډ ورکړي دی.

جمهور رئیس حامد کرزي د هند منتخب صدراعظم ته د پیښې د هر اړخیزو پلټنو ډاډ هم ورکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست د مطبوعاتو دفتر دا بیان وایي چې د هند منتخب صدراعظم نرېندرا مودي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د ځاني تلفاتو پرته د دغه برید په پای ته رسولو کې د افغان امنیتي ځواکونو رول ستایلي او افغانستان په بیا رغونه کې د هند د اوږدي مودي ژمني بیا تکرار کړي دي.

تر اوسه چا ددی برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

دا برید په داسې وخت شوی، چې په ټاکل شوي ده د هند نوی صدراعظم نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ لوړه وکړي، د لوړې مراسمو ته د سارک د هیوادونو مشران وربلل شوي دي. افغانستان هم د سارک غړیتوب لري.

تیرکال هم په هرات کې د امریکا په کونسلګرۍ وسلوالو برید ګړي وو.
XS
SM
MD
LG