د لاس رسي وړ اتصالات

افغان خبریالان: موږ ته، د شوي ګواښ سپیناوی غواړو


د کندهار خبریالانو په یوې غونډې کې د خبریالانو پر ضد د طالبانو له لوري د خپاره شویو ګواښونو سپیناوی وغوښت
د کندهار خبریالانو په یوې غونډې کې د خبریالانو پر ضد د طالبانو له لوري د خپاره شویو ګواښونو سپیناوی وغوښت
د افغانستان په کندهار ولایت کې خبریالان غوښتنه لري چي دوی ته د شویو ګواښونو په اړه دې د خپاره شويو معلوماتو سپیناوی دې وشي .

په کندهار کي مېشت خبریالان وايي چي د خبریالانو د خوندیتوب په باب يې اندېښنې تر پخوا زیاتي شوي او پر خپله بې طرفۍ ټینګار کوي .

د خبریالانو تر منځ دغه اندېښنې تر هغه وروسته راپورته کیږي چي د خبریال په نوم يوې ویبپاڼي په خپل یوه راپور کي، په افغان جګړه کي د بوختو و سله والو طالبانو له لوري، د ځینو خبریالانو د ګواښل کیدو او پر ځینو يې د برید خبره خپره کړه.

د وېبپاڼي په راپور کي راغلي چي د افغانستان په جګړه کي د بوختو وسله والو طالبانو د مشرتابه د عمومي ویاند امیرخان متقي په وړانديز دغه پرېکړه شوې .

په راپور کي د وسله والو طالبانو له لوري د دې پرېکړې اصلي انګیزه هم د هغوی پر ضد په افغاني رسنیو کي د تبلغاتو زیات والی ښودل شوی .

که څه هم له ځینو خبریالانو سره په خصوصي تلیفوني اړیکو کي د وسله والو طالبانو ویاندویانو دغه خبر رد کړی ، خو په کندهار کي مېشتو خبریالانو نن (شنبه مۍ۲۴) د یوې خبري غونډي پر مهال د وسله والو طالبانو له لوري پدې باب د رسمي دریځ او د خبريال ویبپاڼي له ادارې د راپور په باب د وضاحت غوښتنه وکړه .

دوی دغه راز اندېښنه وښوده چي ممکن ځیني مافیايي ډلي هم له دې موقع څخه د ځان په ګټه کار واخلي. د غونډې یو ګډونوال وویل « هغه خبرونه چي د طالبانو له لوري خبریالانو ته پکښې ګواښ شوی ، که چیري طالبانو په ریښتیا هم دغه ګواښ ګړی وي نو د هغوی سره باید دخبریالانو جرګه ګۍ تماس ونیسي ، دغه خبر چي ګونګ خبر دی ټول خبریالان يې په اندېښنه کي کړي او د دې تر څنګ يې د هغوی حیثیت ته زیان رسولی.»
یوې خصوصي وېبپاڼې راپور ورکړی چې طالبان پر ځینو افغان خبریالانو د برید پلان جوړ کړی دی
یوې خصوصي وېبپاڼې راپور ورکړی چې طالبان پر ځینو افغان خبریالانو د برید پلان جوړ کړی دی
په افغانستان کي د خبریال ويب پاڼي مسئول عبدالمنان ارغند هم د خپور شوي راپور د کره والي په باب شک ښيې ،

خو وايي چي راپور ده ندی خپور کړی «
موږ پدې ویبپاڼي دوه تنه شریکان یو یو زه یم او بل میرویس دی ، کله چي زه په سفر کي وم د ويبپاڼي مسولیت ما هغه ته سپارلی وو ، دغه ډول موضوعات هغه را اخلي او زه د افغانستان مربوط مسایل.»

کندهار ميشتي خبریالان وايي چي تل يې په خپلو راپورونو کي بې طرفي ساتلې او د ژورنالیزم د اصولو په رعایتولو سره يې تل هڅه کړې چې د ټولني حقایق تر نورو پوري ورسوي .

د افغانستان په کچه جنوبي ولایات ، خبریالانو ته په تیره څه باندي یوه لسیزه کي د هیواد د نورو برخو په مقایسه مرګونې سیمه وه .

په کندهار کي جاوید احمد جوجو ، په هلمند کي عبدالصمد روحاني او اجمل نقشبندي، په اروزګان کي امید خپلواک هغه خبریالان دي چي په تیرو څو کالو کي د دندي پر مهال وژل شوي او د مرګ په اړه يې تر اوسه پوري لاهم د تحقیقاتو پایلي ندي په ډاګه شوي.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG