د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزی: نوی ولسمشر د اګست په دوهمه لوړه کوي


ارشیف
ارشیف
ولسمشر حامد کرزي، ولسمشر بارک اوباما ته ویلي، چې د نوي افغان ولسمشر د لوړې مراسم به د داګست د میاشتې په دوهمه نېټه چې د اسد ۱۱ کیږي ترسره شي.

له ارګ نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشرانو حامد کرزي او بارک اوباما تېره شپه ناوخته په ټیلیفون خبرې کړي دي او په خپلو کې په ټاکنو غږیدلي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې ولسمشر کرزي له بارک اوباما غوښتي، چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته دی لوړ پوړی پلاوی هم را ولیږي.

ولسمشر اوباما بیا ولسمشر کرزي، د جمهوري ریاست د لومړي پړاوو او ولایتي شوراګانو د ټاکنو په تړاوو مبارکي ویلې ده.

پدغو خبرو کې ولسمشر اوباما هېله ښودلې چې د جمهوري ریاست د دوهم پړاوو ټاکنې به هم په بریاليتوب ترسره شي.

د امریکا ولسمشر تېره شپه په بګرام کې خپلو سرتیرو ته وویل، چې د طالبانو له تهدیدونو سره سره بیا هم ملیونونه افغانانو په ټاکنو کې برخه واخېسته.

پداسې حال کې چې ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما تېره شپه سره و نه کتل خو بیا یې هم په ټیلیفون کې یو له بل سره خبرې کړي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تېره شپه په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی وو، او د بګرام په هوايي ډګر کې یې د امریکايي پوځ د قدردانۍ په ناسته کې برخه واخېسته.

دا چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بګرام په هوايي ډګر کې وو، او په پلان کې یې نه وه چې په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره وګوري، ولسمشر کرزي هم په بګرام کې د ولسمشر اوباما د لیدو بلنه رد کړې وه او ویلي یې وو، چې له خپل مېلمه هرکلی په ارګ کې کولی شي.

پدغه خبرو کې اوباما هېله وښوده چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون به له نوي افغان ولسمشر سره د هغه د لوړې له مراسمو وروسته لاسلیک کړي.

ولسمشر اوباما په ناڅاپي سفر تېره شپه افغانستان ته راغلی وو، او ولسمشر حامد کرزی نن سهار د نریندرا مودي په مراسمو کې د ګډون په موخه د هند پلازمینې نوي ډهلي ته تللی دی.
XS
SM
MD
LG