د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د ایساف یو هلیکوپتر را پریوتی


ارشیف
ارشیف
د کندهار په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې ددغه ولایت د معروف په ولسوالۍ کې د ایساف د یو هلیکوپتر د راغورځېدو په پېښه کې یو نړیوال عسکر وژل شوی دی.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دراني امریکا غږ ته وويل چې تیره شپه ۱۱:۳۰ د معروف ولسوالۍ په یوه مرکزي سیمه کې د ایساف پوځي هلیکوپتر د یوه مخابراتي شرکت د انتن سره سره لګېدلی او راغورځېدلی دی.

ضیا دراني زیاتوي چې په دغه پېښه کې یوازې د یوه نړیوال عسکر د وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان په جنوب کې يې په یوه غیرې محارب ماموریت کې یو هلیکوپتر را پریوتی او یو سرتیری يې پکښې وژل شوی دی.

دوه اونۍ مخکې هم د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د ایساف د یو هلیکوپتر د را غورځېدو په پېښه کې دوه بریتانوي نظامیان وژل شوي وو ، خو د دغې تازه پېښې د قرباني شوي نظامي هویت لا ندی اعلان شوی.

په کندهار کې امنیتي چارواکې وایي چې نن سهار ۷:۳۰ بجې د پولیسو په یو رنجر ماین والوت چې له امله یې یو پولیس ووېل شو او پنځه نور ټبيان شول.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG