د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني هلیکوپترو د کنړ په دانګام کې بمبارۍ کړي


د ډیودنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان امنیتي پوسته
د ډیودنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان امنیتي پوسته
د کنړ محلي چارواکي وایي، پاکستانۍ هلیکوپترو د شنبې په سهار په اتو بجو د کنړ ولایت د دانګام په ځینو سیمو بمبارۍ کړي او څلور افغانان یې وژلي دي.

د کنړ والي شجاع الملک امریکا غږ ته ویلي، چې پاکستاني چورلکو د کنړ د دانګام ولسوالۍ په ځینو سیمو په وقفي شکل بمبارۍ کړي دي.

ښاغلي شجاع الملک وویل ‪"‬بمبار نن سهار پاو کم اتو بجو شروع شوی دی، د دانګام ولسوالۍ د درېګا په منطقه کې، تقریبا وقفه په وقفه، مسلسل نه وو، لسو، لس نیمو بجو پورې یې دوام وکړ، څلور ملکي وګړي پکې شهیدان دي او لس پکې ټپیان دي.‪"‬

بل لورته د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي له غرمې مخکې پارلمان ته وویل، ده ته احوال ورکړل شوی، چې د دانګام په ولسوالۍ کې جګړه روانه ده، د توپ ډزې هم شته او هلیکوپټرې د افغانستان پولې ته نېږدې شوي او بمباري کوي.

ملي دفاع وزیر چې د کورنیو چارو د وزارت له امنیتي مرستیال او د ملي امنیت له مرستیال سره یوځای پارلمان ته غوښتل شوي وو، وویل د ملي دفاع وزارت د دانګام په پېښه بشپړه توګه تحقیق کوي.

پاکستاني رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله راپورونه ورکړي، چې د باجوړو په سیمه کې د ډیورینډ د کرښې په اوږدو کې پاکستاني طالبانو د پاکستان د پوځ په امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې یو پکې وژل شوی او درې نور ټپيان دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر، هم دا تائید کړې چې تېره شپه د پاکستان په پوستو پاکستاني طالبانو حمله کړې ده.

جنرال محمدي د پارلمان د غړو د سختو پوښتنو په ځواب کې وویل، چې دوی د بالمثل عمل لپاره پوره چمتوالی لري.

هغه وویل ‪"‬همدا اوس هم چې زه پارلمان ته راتلم، رئيس جمهور ماته زنګ وواهه، چې پاکستانۍ طیارې راغلي او زمونږ په خاوره یې بمبارې کړې او راکټ یې ویشتلي دي، دا چې ما اولیه راپور درلود ما نه غوښتل چې غلط راپور رئيس جمهور ته ورکړم. ما ورته وویل چې لوی درستیز تحقیقات کوي، بیا تاسې ته راپور درکوو.‪"‬

د ملي دفاع وزیر د پارلمان غړو ته وویل، چې ولسمشر حامد کرزی د کنړ په نښتو کې بې تفاوته ندی.

هغه زیاته کړه ‪"‬همدا اوس یې ماته باور په خدای وکړئ، چې احضارات راکړل، چې تیاری مو نیسئ او د پاکستان له صدراعظم سره مې خبرې کړي دي، تا خپله یې له لوی درستیز سره خبرې کړې دي، که یې ادامه پيدا کړه، تیاری مو ونیسئ، چې زه بیا قومنده درکوم چې بالمثل عمل وکړئ.‪"‬

د کنړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېلي اشنا راډیو ته ویلي، چې په دانګام کې د پاکستان پوځ د چورلکو په بمبارۍ کې ملکي کورونه هم لګېدلي دي.

امنيې قوماندان وويل دپاکستاني چورلکو دبمبار له وېرې شاوخوا ٣٢٤تنو له سيمې څخه تېښته کړې او ددانګام ولسوالۍ په پر امنو سيمو کې يې پنا اخيستې.

هغه وويل که څه هم تر دې دمه يې کوم غبرګون نه دى ښودلى خو په کونړ کې ټول امنيتي ځواکونه د تیارسۍ په حالت کې دي.

دکونړ امنيې قوماندان زياته کړه چې د شنبې د سهار له اتو بجو څخه دغرمې تر يوې بجې پورې پاکستاني سرتېرو ١٢٤ راکټه پر دانګام ولسوالۍ باندې توغولي چې پرځنګلونو او کرهنيزو ځمکو لګېدلي دي.
XS
SM
MD
LG