د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو د امنیت لپاره ۳۰۰۰ تازه دمي سرتیري وروزل شول


د افغانستان نظامي تعلیمي مرکز د فراغت مراسم
د افغانستان نظامي تعلیمي مرکز د فراغت مراسم

د ټاکنو په دوهم پړاو کې د رایې ورکوونکو د امنیت ساتلو لپاره د یکشنبې په ورځ افغان پوځي تعلیمي مرکز د ملي اردو ۳۰۰۰ سرتیري فارغ کړل.

د نظامي تعلیمي مرکز چارواکو پدغه مرکز کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وویل، چې د ملي اردو دا تازه دمي او نوي روزل شوي، سرتیري د درېیو میاشتو په دننه کې روزل شوي دي.

د نظامي مرکز دغو چارواکو وویل، چې د ټاکنو د امنیت ساتلو له دندې وروسته به د دوو کنډکونو درې زره سرتیري په عادي ډول له نورو مسلکي زده کړو وروسته د ملي اردو لیکو کې ځای په ځای شي.

د ملي دفاع وزارت د ښوونې او پرسونل مرستیال باز محمد جوهري، وویل دوی ته دنده سپارل شوې وه، چې د ټاکنو له دوهم پړاوو مخکې دوه کنډکه تازه وروزل شي او محاربوي لیکو ته واستول شي، چې د هغه په اند دا کار یې په بریالیتوب سره ترسره کړ.

ښاغلي جوهري د ملي اردو درې زره سرتیرو ته وویل ‪"‬د ټاکنو په دوهم پړاوو کې دوی تازه دمې سرتیري دي، که دښمن تازه دمي ځواکونه فعال کړي دي، مونږ له دې ځای نه د هغوی په مقابل کې خپل تازه دمي عساکر لېږو.‪"‬

بل لورته د نظامي تعلیمي مرکز قومندان جنرال امین الله پتیاني بیا وویل، ددغه مرکز روزنه، پلان جوړونه او ټول روزنیز فعالیتونه د افغانانو له خوا پرمخ وړل کیږي او بهرني روزونکي ورسره نشته.

هغه وویل، ددغه مرکز چارې اوس د افغانانو په لاس کې دي.

په فارغ شویو کې دوه ښځینه سرتیرې هم شاملې وې، دوهمې بریدمنې برېښنا وویل، دا ډېره خوښه ده چې د ملي اردو په لیکو کې ده او خوښه ده چې د ملي اردو په عملیاتو کې برخه واخلي.

آغلې برېښنا وویل ‪"‬همداسې چې زمونږ وروڼه د اردو په لیکو کې خدمت کوي زه هم غواړم خدمت وکړم.‪"‬

د ملي اردو د نظامي تعلیمي مرکز ددغو دوو کنډکونو د فراغت سره د ټولو فارغو کنډکونو شمېر له دوه سوو نه واوښت.
XS
SM
MD
LG