د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د ګرشک د ولسوالۍ په ودانۍ ډله ایز برید شوی


ارشیف
ارشیف
د هلمند د ګرشک د ولسوالۍ په ودانۍ وسله والو مخالفینو ډله ایز برید کړی دی او ددغې ولسوالۍ یو ملکي مامور او دوه پولیس یې وژلي دي.

د برید کونکو ټول شمېر څلور تنه وو او د یو موټر بم په ګډون يې وسلې هم له ځان سره لرلې.‬

‎‫د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وويل چي ځانمرګو برید کوونکو د ګرشک ولسوالۍ پر ودانۍ د دوشنبې په غرمه مهال برید وکړ .‬

‎‫هغه زیاته کړه چي یو برید ګر د ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته چاودنه وکړه او درې تنه نور یې ودانۍ ته ننوتل .‬

‎‫د ځواک په وینا چي تر نیم ساعته جګړې وروسته ټول برید کونکي لمنځه ولاړل خو د ولسوالۍ د یو ملکي مامور په شمول دوه پوليس وژل شوي، د ولسوالۍ دوه نور مامورین او دوه پوليس ټپیان شوي دي‬

‎‫ښاغلي ځواک وویل‬ ‫« څلور تنو ځانمرګو پدغه برید کي ګډون در لود ، چي یو تن يې د ولسوالۍ په نظام قره ول کي چاودنه کړې، او درې یې تنه د ولسوالۍ تعمیر ته ننوتلي او تر نیم ساعته جګړې وروسته هغوی هم لمنځه تللی.»

‎‫د ګرشک ولسوالۍ د پوليسو مشر سمونمل حکمت الله حقمل امریکا غږ ته وويل چي د برید کوونکو له چاودیدونکو توکو ډک موټر پوليسو تر پيژندې وروسته له منځه وړی.‬

‎‫ګرشک د لښکرګاه په شمال کي د کندهار – هرات د لويې لاري پر سر پرته ولسوالي ده چي د یوې مهمي اقتصادي او ترانزیټي سیمي په سترګه هم ورته کتل کیږي .‬

‎‫د نوموړي ولسوالۍ په لس کیلو میترۍ کې د نړیوالو قواوو د ښوراب ستره پوځي اډه هم موقیعت لري .‬

‎‫که څه هم افغان قواوي د دولت د وسله والو مخالفینو پر وړاندي د خپلي بر لاسۍ یادونه کوي، خو د رپوټونو له مخې په تیره یوه میاشت کي د جنوب په سطحه د نا امنیو واقیعات زیات شوي او د عامو خلګو تر منځ د نا امنیو د لازیاتیدو وېره موجوده ده .‬

‎‫وسله والو طالبانو د هلمند د دغه تازه برید مسئولیت منلی او رسنیو ته يې په خپله تبصره کي ويلي چي ګڼو کورنیو سرتیرو ته يې پکښې مرګ ژوبله اړولې.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG