د لاس رسي وړ اتصالات

د قیوم کرزي ټیم له اشرف غني احمدزي سره یو ځای شو


 له اشرف غني احمدزي سره د قیوم کرزي ټیم یو ځای کیدلو غونډه
له اشرف غني احمدزي سره د قیوم کرزي ټیم یو ځای کیدلو غونډه
ولسمشرۍ ته د یو پخواني کاندید قیوم کرزي ټیم د اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له خپلو پلویانو نه یې وغوښتل چې هغه ته رایه ورکړي.

د ولسمشر حامد کرزي مشر ورور قیوم کرزی، چې د ټاکنو په لومړي پړاوو کې د زلمي رسول په ګټه تېر شوی وو، او په دوهم پړاوو کې یې د انتخاباتي مبارزې ټیم د چارشنبې په ورځ د اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د قیوم کرزي د سیاسي دفتر مسؤل احمد فرزان وویل، د قیوم کرزي د ټیم ټول غړي چې هغه ته یې کمپاین کوو، د ښاغلي احمدزي سره یو ځای شوي دي.

احمد فرزان وویل، د حرکت انقلاب اسلامي دیني علماء او مخور چې له قیوم کرزي سره وو، اوس له اشرف غني احمدزي سره یو ځای شول.

د حرکت انقلاب اسلامي په مخکښانو کې مولوي قلم الدین، مولوي خلیل الله فیروزي او مولوي عبدالحکیم مجاهد شامل دي. په خپله قیوم کرزي په دې مراسمو کې چې د ښاغلي احمدزي په کور کې وشول، برخه نه لرله.

ښاغلي احمدزي، ددې ترڅنګ چې د قیوم کرزي له ټیم نه هرکلی وکړ، وویل خپل سیال عبدالله عبدالله ته بلنه ورکوي، چې په شل ساعته تلویزیوني مناظره کې برخه ورسره واخلي او خپل کاري پلانونه خلکو ته په ډاګه کړي.

ښاغلي احمدزي وویل، هر ولایت او هرې ولسوالۍ ته د انکشاف پروګرام لري.

د قیوم کرزي ټیم په داسې حال کې له ښاغلي احمدزي ملاتړ کوي، چې د هغه ورور محمود کرزي بیا له ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کړی دی.
XS
SM
MD
LG