د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټر عبدالله عبدالله د بم د یوې چاودنې روغ راووت


د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله
د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله
د جمهوري ریاست د ټاکنو د دوهم پړاو د کاندید عبدالله عبدالله په موټر د بم چاودنه شوې ده، خو نوموړی له دغې پېښې روغ رمټ وتی دی.

د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي په یوه اعلامیه کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم د موټرو پر کاروان بمي چاودنې په کلکه غندلي دي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې « د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو تروریستي بریدونوله امله د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم د مرستیال انجینیر محمد خان موټر ویجاړ شوی او د ده ساتونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې. دغه پیښې نن غرمه د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې هغه مهال رامنځته شوې چې دوی د آریاناـ کابل له هوټل څخه د انترکانتیننتل هوټل په لور روان و، چې له نیکه مرغه په دغو چاودنوکې ده او د ده د انتخاباتي ټیم غړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.»

د رپوټونو له مخې په خپله عبدالله عبدالله چې له دغې پېښې وروسته یوې بلې ټاکنیزې غونډې ته یې خبرې کولې وویل چې په دغه چاودنه کې یې څو تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.

ښاغلي عبدالله وویل "د حزب وحدت اسلامي د ګوند غړو له مونږ ملاتړ کاوه، مونږ چې له هوټل راووتو، له ما سره په موټر کې زلمی رسول، انجنیر عارف او زما یو سکرتر ناست وو، بم وچاودیده، زمونږ موټر خراب شو، خو مونږ ته صدمه و نه رسېده".

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې په پیښه کې شپږ تنه ملکي وگړي وژل شوي او لږ تر لږه ٢٢ کسان ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان وایي چې لا اوس هم په سیمه کې څو موټړ چې په دغه پیښه کې ورته زیان رسیدلی ولاړ دي.

پولیسو دا سیمه د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
XS
SM
MD
LG