د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د پاکستان د توغندیو په بریدونو اعتراض کړی


ارشیف
ارشیف
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، ددغه هیواد په یو شمیر سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې د توغندیو بریدونه په سختو ټکو غندلي او ددغو بریدونو دوام یې د ټولو نړیوالو قوانینو په خلاف بللي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ په کابل کې رسنیو ته استول شوې د پاکستان نه غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې ددغو بریدونو لړۍ بنده کړي.

دا اعلامیه وایي چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان پوځ د افغانستان په ختیځ کې د کنړ ولایت د دانګام او شیګل ولسوالیو په څو کلو د توغندیو د بریدونو سربیره د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ د نظیرخیلو په سیمه هم د توغندیو بریدونه کړي دي چې یو تن ملکي کس یې وژلی او یو شمیر نور یې ټپیان کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت پدغو بریدونو ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پدغو بریدونو باندې د ژورې اندیښنې د څرگندولو په ترڅ کې په خشل بیان کې وایي چې دوه پاکستاني جت الوتکو هم د پنجشنبې د ورځې په نهو بجو او پنځوس دقیقو د خوست ولایت د علیشیرو د ولسوالۍ په حدودو کې د افغانستان په فضایي قلمرو هم تیری کړی دی چې افغان حکومت په سختو ټکو غندلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت دا ډول کړنې د یوې خوا د ټولو نړیوالو موازینو په خلاف بللي د بلې خوا یې دا کړنې د ګاونډیتوب د اصولو سره هم په ټکر کې ګڼلي دي چې د اعلامیي په قول ددواړو هیوادونو دوستانه اړیکو ته زیان رسوي.

دا بیان وایي چې د افغانانو د صبر کاسې مخ په ډکیدو دي او د بالمثل عمل د ترسره کولو روحیه د هغوی په منځ کې مخ په زیاتیدو ده.

افغان حکومت له اوږدې مودې را هیسې د افغانستان په یو شمیر سرحدي سیمو د پاکستان له خاورې د توغندیو بریدونو له امله پاکستان ته خبرداری ورکوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزیر د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، که د پاکستان حکومت پر افغانستان خپل د توغندیو بریدونه ونه دروي، افغانستان به ورته عمل ترسره کړي.

افغان حکومت په دې مسله د امریکا نه هم مرسته غوښتې ده خو امریکا دواړه لوري خبرو ته هڅولي دي او د بهرنیو چارو وزارت په دی لړ کې په کابل کې د امریکا سفارت ته یو لیک هم سپارلی دی.

افغان حکومت وایي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریود تړون په سند کې ویل شوي، چې که کله هم په افغانستان له بهره برید وشي نو امریکا به د افغانانو سره د برید په دفع کولو کې مرسته کوي.

خو په کابل کې د امریکا سفیر ددغه تړون د مفرداتو نه بل ډول تعبیر لري او وایي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ دا ستراتيژیک تړون امریکا په دې نه مکلفوي چې امریکايي ځواکونه دې افغانستان ته د ګواښ د پیښیدلو په صورت کې د ګواښ په وړاندې کوم عمل وښيي.

د امریکا سفیر جیمز کننګهم په وینا په دغه سند کې راغلي چې که افغانستان د کوم ګواښ سره مخ شي، امریکا به د افغانستان حکومت سره پرې سلا مشوري کوي.

د امریکا سفیر وایي هیواد یې لګیا دی همدا کار کوي او دواړه لوري سیاسي حل ته هڅوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، د افغانستان حکومت ددې تړون په اساس له امریکا غواړي چې د پاکستان د بریدونو په تړاوو څرګند غبرګون وښيي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې د هیواد پوځ یې هغه وسلوال د افغانستان له اړخه دغه هیواد ته وراوړې په نښه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان مشوره ورکړې چې له خپلې خاورې دې په پاکستان د وسلوالو د بریدونو مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG