د لاس رسي وړ اتصالات

په بغلان کې سیلابونو په لسګونو کسان وژلي دي


Sol Parti kurucusu ve eski cumhurbaşkanı adaylarından Jean-Luc Mélenchon, Paris'teki Republique Meydanı’nda gösteri düzenleyenler arasında Şanlıurfa Belediye Başkanı Osman Baydemir'le - Fotoğraflar: Gerard Valck
Sol Parti kurucusu ve eski cumhurbaşkanı adaylarından Jean-Luc Mélenchon, Paris'teki Republique Meydanı’nda gösteri düzenleyenler arasında Şanlıurfa Belediye Başkanı Osman Baydemir'le - Fotoğraflar: Gerard Valck
د بغلان ولایتي چارواکي وایي چې د جمعې په ماښام ددغه ولایت د ګوزرګاه نور په ولسوالۍ کې د اورښتونو له امله راغلو سیلابونو اته کلي وران کړي او تر اوسه کلیوالو د ۵۸ کسانو جسدونه موندلې دي.

د بغلان والي سلطان محمد عبادي چې د شنبې په ورځ سیلاب ځپلې سیمې ته رسیدلې وايي چې تر اوسه د کلیوالو او پولیسو په مرسته د ۵۸ کسانو جسدونه موندل شوي خو په سیلابونو کې د وژل شویو کسانو شمیر تر دې زیات دی.

د بغلان ولایت د طبعي پیښو سره د مبارزې ریس محمد نسیم کهزاد هم چې سیمې ته تللې وايې چې سیلابونو تر زرو زیات کورونه بشپړ نړولي دي، هغه زیاتوي چې د سیمې خلک هڅه کوي چې جسدونه پیدا کړي.

ښاغلي کهزاد وویل چې د وژل شویو کسانو دقیق ارقام په دې وخت کې نه معلومیږي، خو دوي دومره ویلې شي چې کیدای شي د وژل شویو کسانو شمیر لوړ شي.

د بغلان والي ښاغلی عبادي وايي چې سیلابونو دومره خاورې او شګې راوړي چې د بهیدونکي سیند مخه يې ډب کړې ده هغه وايي چې زیات جسدونه په همدغه ډب شو اوبو کې دي چې د پیدا کولو هڅه يې جریان لري.

په سیمه کې د څښاک د اوبو چینې او څاه ګانې سیلاب بندې کړي او د څښاک پاکې اوبه نه موندل کیږي. هغه خلک چې له سیلابونو ژوندي پاتي دي یوازې ځانونه يې ویستلي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت چې په سیمه کې د اشنا راډیو ته يې په ټلیفون وویل
"دغه کلي چې سیلاب ځپلي دي تر منځونو يې فاصله زیاته ده، خو دې چې اوس په کوم کلي کې دی خلکو د شلو تنو جسدونه له خټو راویستلي دي".

هغه وویل چې دغه ځپل شوي خلک په حاضر وخت کې د څښاک یو ګوټ پاکو اوبو ته هم ضرورت لري.

خو د بغلان والي وایي چې دوي له ځان سره د څښاک یو څه پاکې اوبه وړې وې خو د ځپل شو خلکو لپاره کافي نه وې. هغه زیاتوي چې تر اوسه مرستندویه موسیسې سیمې ته هم نه دي ورغلي.

په تیره یوه میاشت کې په جوزجان، بدخشان، تخار او بغلان کې سیلابونو خلکو ته تلفات اړولي او په سلګونو کلي يې نړولي دي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG