د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د نجونو د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسیدې


په کابل کې د نجونو د فوټبال غوره لیګ سیالو یوه برخه
په کابل کې د نجونو د فوټبال غوره لیګ سیالو یوه برخه
د نجونو د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ چې یوه میاشت مخکې په کابل کې د اتو غوره کلپونو ترمنځ پیل شوې وې ، د شنبې په ورځ پای ته ورسیدې.

په پای لوبه کې د افغان کلپ لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالې د میهن لوبډلې ته څلور د صفر پروړاندې ماتې ورکړي او د اتلولۍ کپ خپل کړي.

د نجونو د فوټبال د کمیټې مسوله هاجر ابوالفضل وايي چې دغه سیالۍ د نجونو د لیګ جوړولو په هدف پیل شوې وې.

هاجر وايي “تیر کال موږ د کابل ښار د ۱۶ کلپونو ترمنځ ځانګړی لیګ ترسره کړ چې غوره لیګ جوړ کړو او اته لوبډلې ورته وټاکو چې سږکال مو د اتو لوبډلو ترمنځ غوره لیګ یوه میاشت مخکې پیل کړ. کوم هدف چې موږ ټاکلی وو ټولو لوبغاړو او منځګړي کوونکو له هغې پورته او ښې لوبې ترسره کړې”.

د هاجر په وینا ددغو سیالیو په پای کې غوره لوبغاړې د فوټبال ملي لوبډلې ته هم جذب شوې چې په راتلونکې کې به په بشپړه توګه پکې شاملې شي.

په ورته وخت کې فانوس چې لوبډله یې اتله شوې وايي دغه راز سیالۍ دوی لپاره زیاتې ګټورې دي او هیله منه ده چې نورې ورزشي زمینې هم ورته برابرې شي.

فانوس وايي “زما هیله له فدراسیون نه دا ده چې داسې لوبې نورې هم ترسره کړي ډیرې داسې نجونې شته چې ښې لوبې کوي په معارف کې هم شته هتله هم باید ټورنمټونه ترسره شي چې نجونې لوبډلو ته جذب کړي ، فدراسیون ته دې راوړل شي او بیا دې ملي لوبډلې ته جذب کړي چې وکولای شو په افغانستان کې ښه فوټبال ولرو”.

د فوټبال فدارسیون وايي چې په پام کې لري هغه لوبغاړې چې په دغه لیګ کې ښې ځلیدلې دي ورته ورزشي زمینې برابرې کړي او د بهرنیو سیالیو لپاره ښه چمتوالی ولري
په ورته وخت کې نن په کابل کې د پنځه څلویښت روزنکو لپاره د فوټبال د فدراسیون لخوا روزنیز کورس پیل شو.

د فوتبال فدراسیون زیاتوي چې په دغه ټورنمنټ کې شپاړس تنه نجونو هم ګډون کړی چې تر دریو ورځو پورې به ورته د فوټبال د ولوبې د داورۍ ، اساساتو او نورو اړینو برخو کې روزنه ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG