د لاس رسي وړ اتصالات

قیوم کرزي، له اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ


له اشرف غني احمدري نه د قیوم کرزي د ملاټړ غونډه
له اشرف غني احمدري نه د قیوم کرزي د ملاټړ غونډه
د ولسمشر حامد کرزي مشر ورور، او د ټاکنو د لومړي پړاو پخوانی کاندید قیوم کرزي د ټاکنو په دوهم پړاو کې له اشرف غني احمدزي رسمآ خپل ملاتړ اعلان کړ.

په کانټیننټل هوټل کې په دې مراسمو کې په خپله قیوم کرزي، د هغه د ټیم غړو او اشرف غني احمدزي برخه اخېستې وه.

قیوم کرزي وویل، چې د ټاکنو د دوهم پړاو له کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ یې د عواطفو نه بلکې د عقلاني پرېکړې په اساس کړی دی
.

ښاغلي کرزي وویل، افغانستان په حساسو شرایطو کې دی او ددغو نازکو شرایطو د ساتلو لپاره باید احساساتي پرېکړې و نه شي.

ښاغلي کرزي وویل، دواړو کاندیدانو سره پېژندګلوي لري، ولې په ويناء یې د اشرف غني احمدزي تګلارې معیاري دي او له خپلو پلویانو غواړي چې د جوزا په څلورویشتمه اشرف غني احمدزي ته رایه ورکړي.

ښاغلی قیوم کرزی، په لومړي پړاوو ټاکنو کې د زلمي رسول په ګټه له ټاکنیزو سیالو تېر شوی وو.

قیوم کرزي له دواړو ټاکنیزو اړخونو وغوښتل چې یو د بل د سپکاوي هڅه و نه کړي او د اصولو او اخلاقو په چوکاټ کې ټاکنیزې مبارزې پرمخ بوځي.

قیوم کرزي وویل، دی او ټیم به یې پوره هڅه کوي، چې خلک ټاکنو ته وهڅوي ترڅو رایه ورکړي او له لومړي پړاو زیات په ټاکنو کې ونډه واخلي.

پدغه غونډه کې د ټاکنو د دوهم پړاو نوماند اشرف غني احمدزي، قیوم کرزی خپل پخوانی ملګری یاد کړ او وې ویل چې، قیوم کرزی ملي شخصیت دی او دا پرېکړه یې د ملي وحدت د تامین لپاره مهمه پریکړه ده.

ښاغلي احمدزي وویل، تر پرونه داسې هڅه راونه چې یو ملیون خلک له رایو محروم کړای شي، خو ده یې مخه ونېوله.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې په شلو ولایتونو کې د رایو محلونه راکمېدل.

هغه وویل، د شنبې په ورځ یې له امنیتي ځواکونو د چارواکو سره دا مسئله وڅیړله او د کورنیو چارو وزیر ورته د دې مسلې د حل ژمنه ورکړې ده،

ښاغلي احمدزي، خپل سیال عبدالله عبدالله یو وار بیا مناظرې ته وباله.

د ولسمشرۍ کاندید اشرف غني احمدزي او قیوم کرزي دواړو په عبدالله عبدالله د جمعې د ورځې برید وغنده، او ښاغلي احمدزي وویل، دا برید غندي او سیاسي سیالۍ د دښمنۍ په معنی ندي.

قیوم کرزی په داسې حال کې له اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ، چې د هغه بل ورور محمود کرزی لا دمخه د عبدالله عبدالله په څنګ کې ولاړ دی.
XS
SM
MD
LG