د لاس رسي وړ اتصالات

په بغلان کې سیلابونو په لسګونو کسان وژلي دي


د بغلان ولایت د ګوزرګاه نور ولسوالۍ کلیوال د سیلاب ید سیلابونو یو قریاني انتقالوي
د بغلان ولایت د ګوزرګاه نور ولسوالۍ کلیوال د سیلاب ید سیلابونو یو قریاني انتقالوي
د بغلان ولایتي چارواکي وایی چې د بغلان ولایت د ګوزرګاه نور په ولسوالۍ کې د اورښتونو له امله راغلو سیلابونو اته کلي وران کړي او لسګونه کسان يې وژلي چې تر اوسه د ۷۹ کسانو جسدونه موندل شوي دی.

د بغلان ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت اشنا راډیو ته وویل تر اوسه د ۷۹ تنو جسدونه موندل شوي خو خلک لا هم د خپلو کورنیو په ورکو کسانو پسې پلټنه کوي.

هغه وايي چې د ملي اردو په هیلوکپترونو کې د خلکو لپاره د خوراکي توکو او نورو ضروري شیانو مرستې ور وړل شوي کیږي.

د بغلان والي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو په سیلاب ځپلې سیمه کې و اشنا راډیو ته يې وویل له زرو زیات کورونه سیلابونو تخریب کړي دي، پلټنې دوام لري.

جمهور رئیس حامد کرزي هم د بغلان ولایت د ګوزرګاه نور ولسوالۍ د مرستو د تنظیم حکم ورکړی، د وزیرانو شورا له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د قربانیانو له کورنیو سره د جسدونو په ښخولو او د لارو د خلاصولو پخ برخو کې د مرستو د رسولو لپاره یوه کميټه پر کار ګومارل شوې ده.

دغه کمیټه چې د کلیود پراختیا د وزیر ویس برمک په مشرۍ جوړه شوې په کې د عامې روغتیا، د عامه ګټو وزیران او د طبعي پيښو پر وړاندې د مبارزې مسولین هم شامل دي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG