د لاس رسي وړ اتصالات

فیفا د دویم پړاو د ټاکنو د بهیر جدي څارنه غواري


د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو موسسې مشر نادر نادري
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو موسسې مشر نادر نادري
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو موسسه "فیفا" د دواړو نوماندانو د پلویانو غواري چې په دویم پړاو کې د ټاکنو له بهیر څخه په سمه توګه څارونه وکړي او د ممکنه درغلیو مخه ونیسي.

د فیفا چارواکو د پنج شنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وویل چې په یوشت ورځو کې یې د نوماندانو کمپاینونه څارلي چې په لړ کې یې له دولتي آسانتیاوو ګټله اخیستل ، منفي کمپاینونه، د قومي ادبیاتو کارول او امنیتي تهدیدونه ددغه کمپاین مشخصاتو څخه وو.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو موسسې مشر نادر نادري وايي چې کیدای شي د افغانستان په ځینو سیمو کې د ټاکنو په ورځ امنیت خراب شي او د امنیت خرابوالی به د ټاکنو په بهیر په هماغه سیمو کې اغیزه وکړي.

خو هغه وايي ډاډه دي‌ چې د افغانستان خلک د تهدیدونو سره سره په ټاکنو کې ګډون کوي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته به رایه ورکړي.

ښاغلی نادري وايي “زموږ لویه اندیښه دا ده چې د نوماندانو پلویان په تقلب باندې لاس پورې کړي.کاندیدان قانوني او اخلاقي مکلفیت لري چې خپلو پلویانو او کسانو ته په ډیر جدي توګه دوی ته هدایت ورکړي چې له پروسې څخه څارنه وکړي او د قوانینو په چوکات کې خپل کار وکړي”.

فیفا د ټاکنو له کمیسیون څخه غواړي چې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي او دویم پړاو ټاکنې د ټاکنو د کمیسیون لپاره دویم ځل آزموینه ده.

ښاغلی نادري وايي‌ “د ټاکنو کمیسیونونه د لومړي پړاو ټاکنو له تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره دې هڅې وکړي‌ تر څو د شفافیت کچه لوړه کړي او خلک د ټاکنو په بهیر زیات باور وکړي او له نواقصو دې مخنیوی وکړي”.

فیفا د جمهوري ریاست له نوماندانو څخه غواړي چې د چوپتیا دورې ته دې درناوی وکړي او د رایې ورکونې په ورځ دې له کمپاین څخه ډډه وکړي.

دوی وايي‌ چې د ټاکنو په ورځ به نهه زره کسان د ټاکنو له بهیر څخه څارنه وکړي او هیله من دي چې د ممکنه درغلیو مخه ونیول شي.

د ښاغلي نادري په وینا د ټاکنو کمیسیون ورته ډاډ ورکړی دی چې د ټاکنو په ورځ به ټول څارونکي په آزاده توګه وکولای شي چې د ټاکنو له بهیر څخه څارونه وکړي.

فیفا د امنیتي‌ ځواکونو له هڅو ستاینه کړې او زیاته کړې ده چې له خوندي امنیت سره به خلک وکولای شي چې په پراخه توګه په دویم پړاو ټاکنو کې ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG