د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانی: د امرخېل د لېرې کېدو لپاره موجه اسناد نشته


د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني ددغه کمیسیون د دارالانشاء له رئیس ضياالحق امرخېل ننګه وکړه، وې ویل چې د هغه د گوښه کولو په اړه هیڅ موجه اسناد نشته.

ښاغلي نورستاني، د دوشنبې په ورځ د ټاکنو په کمیسیون کې د خبریالانو ددې پوښتنې په په ځواب کې چې د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله تېره شپه ویلي، چې د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء د رئیس ضياء الحق امرخېل دنده دې وځنډول شي، وویل د ښاغلي امرخېل په خلاف هیڅ اسناد او ثبوت نشته چې وښيي امرخېل په غلطو کارونو کې لاس درلود.

ښاغلي نورستاني پر عبدالله عبدالله غږ وکړ، که ثبوت او اسناد په لاس کې لري، نو کمیسیون سره دې شریک کړي.

ښاغلي نورستاني، د عبدالله عبدالله هغه څرګندونې چې د جمهوري ریاست په دوهم پړاو کې لږو خلکو کې ګډون کړی او اوه میلیونو وگړو ګډون ندی کړی، وویل، د ټاکنو کمیسیون د خپلو تجربو دا وړاندوینه کوي، چې اوه میلیونو خلکو به په ټاکنو کې برخه اخېستې وي.

امرخېل او جنرال ظاهر

د ټاکنو په ورځ له را پورته شویو مسئلو یوه د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء د رئيس ضياالحق امرخېل او د کابل د امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر ترمنځ د رايي پاڼو د لېږد مسئله وه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر خبریالانو ته وویل، دا یوه توطئیه وه چې د کمیسیون په خلاف شوې ده.

ښاغلي نورستاني وویل، په ښار کې دوی د ټاکنیزو حساسو موادو په لېږد کې د پولیس د بدرګې ته اړتیا نه لري، هغه وویل، د ټاکنو په ورځ یې د کابل ښار په نورو سیمو کې، ۱۳ ناحيي، ۸ ناحيي، ۶ ناحيي، ۱۱ ناحيي، ۱۵ ناحيي، ۱۷ ناحيي کې چې رايي پاڼې خلاصې شوې وې هلته حساس مواد رسولي او د پولیسو بدرګه یې نده غوښتې.

ښاغلي نورستان وویل، دوی یوازې ولسوالیو ته د پولیسو بدرګې ته اړتیا درلوده او پولیسو باید سروبي ولسوالۍ ته د ټاکنیزو موادو د لېږد بدرګه کړې وای.

ښاغلي نورستاني وویل، دوی یوازې ۲۱ ناحیه او سروبي کې چې رايي پاڼې خلاصې شوې وې، د رايو پاڼو ور لېږدولې چې پولیس یې مخه نېولې ده.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه، دا حساس مواد د کابل له ولایتي دفتر د ټاکنو مرکزي کمیسیون ته په لاره وو، چې پولیسو یې مخه نېولې او له کمیسیون باید د سروبي ولسوالۍ ته لېږدول شوي وای.

ښاغلي نورستانی وايي، مواد د ټاکنو د کمیسیون په مخ کې درول شوي وو، هغه وویل « لکه چې د کابل امنیه قومندان وویل چې دا مواد د درغلۍ لپاره وړل شوی وو، زه دا ردوم، دا یوه توطئیه وه، امرخیل ور وتی وو چې د پولیسو بدرګه ورته پیدا کړي، دوی دا کار و نه کړ، بیا ۳ نیمې بجې شوې، نو مونږ پرېکړه وکړه چې مواد وینسو وخت ناوخته وو، دا یو سوی تفاهم وو.»

ښاغلي نورستاني پدغه مسئله د پلټنې لپاره نړیوالو ته هم بلنه ورکړي چې د څارنې په برخه کې کار کوي. هغه وویل چې دوی دې راشي او پلټنه دې وکړي ترڅو دا مسئله اواره شي.

هغه ددې موضوع په تړاو د یو بې طرفه پلاوي د ګمارلو یادونه وکړه، چې دا کار لا تراوسه ندی شوی.
XS
SM
MD
LG