د لاس رسي وړ اتصالات

د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنو د ۸۸٪ حفاظتي کڅوړو رسیدل


ارشیف
ارشیف
د ټاکنو خپلواکه کمیسیون وايي‌ چې د رایې اچونې ۵۶۰۴ مرکزونو حفاظتي کڅوړې چې د رایې اچونې د ټولو مرکزونو اته اتیا پنځه اعشاریه کیږي د ولسوالیو نه ددغه کمیسیون ولایتي دفترونو ته رسیدلي دي.

د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي چې اوس هم د رایې اچونې د ۵۹۸ مرکزونو حفاظتي کڅوړې چې اندازه یې نهه اعشاریه درې فیصده ته رسیږي لا په ولسوالیو کې پاتې دي.

ښاغلي نور نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې ټاکل شوې د زابل ، کندهار ، ارزګان ،‌هلمند ، نیمروز او د هرات د ولایتونو حفاظتي کڅوړې نن په کابل کې دغه کمیسیون ته راوړل شي.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون ویاند د ولایتونو نه مرکز ته د د حفاظتي کڅړو د رسیدولو او د رایې شمیرنې په سیستم کې ددغو کڅوړو د شاملولو په باب دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله او د ټاکنو د خپلواکه کمیسیون تر منځ لا هم د شنبې په ورځ په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په باب د نظر اختلاف په خپل ځای پاتې دی.

د ټاکنو خپلواکه کمیسیون رئیس وايي چې د ټاکنو په ورځ د اوه میلونو زیاتو کسانو په ټاکنو کې برخه اخیستې ده ، خو د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله د ټاکنو په ورځ په دغه شمیر رایې ورکوونکو په ګډون شک ښودلی دی.

همداشان د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا د رئیس د دندې د تعلیق په باب د ښاغلي عبدالله غوښتنې ته هم دغه کمیسیون منفي ځواب ورکړی دی.

د ټاکنو د کمیسیون او د ښاغلي عبدالله ترمنځ د نظریو دغه اختلاف ته په کتنې د جمهور ریس کرزي په مشرۍ د افغانستان د وزیرانو شورا د کاندیدانو ،‌د هغوی د پلویانو او افغان ولس نه غوښتي دي چې د ټاکنو د پایلو بهیر دې په زغم وڅاري.

د دوشنبې په ورځ د چارو له ادارې څخه په خپرې شوې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزیرانو شورا په غونډه کې د ټاکنو دخپلواک او د شکایتونو له کمیسیونونو څخه غوښتي چې له قانون سره سم دې په ټاکنو کې د شویو درغلیو ارزونه وکړي.


د چارو د ادارې لخوا په خپره شوې دغه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان جمهور ریس حامد کرزي له خلکو غوښتنه کړې چې پرې نږدې چې دښمنان د دوی سوله له منځه یوسي.

په ورته وخت کې د افغانستان د وزیرانو شورا د امن په فضا کې د ۱۳۹۳ کال د جوزا د ۲۴ نیټې د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کیدو له امله خلکو ته مبارکي ویلي او د افغان امنیتي ځواکونو کړنې یې ستایلي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دویم پړاو ټاکنې د جوزا په ۲۴ نیټه د امنیتي ګواښونو تر سیوری لاندې ترسره شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د دویم پړاو د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روان کال د سرطان د میاشتې په ۱۱ ورځ اعلان شي.
XS
SM
MD
LG