د لاس رسي وړ اتصالات

ملي‌ امنیت:د ټاکنو په ورځ د لسو شبکو بریدونه شنډ شوي


د ملي امنیت د ادارې ویاند عبدالحسیب صدیقي
د ملي امنیت د ادارې ویاند عبدالحسیب صدیقي
د افغانستان د ملي‌ امنیت اداره وايي چې د ترهګرو د لس شبکو پلانونه یې چې د جمهوري ریاست د دویم پړاو د ټاکنو د ګډوډولو نیت درلود له عملیاتو دمخه شنډ کړي دي.

د ملي امنیت د ادارې ویاند عبدالحسیب صدیقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې د جمهوري ریاست دویم پړاو ټاکنو پر مهال یې په ۶۴ عملیاتو کې د حقاني ، طالبانو،‌ لښکر طیبه او نورې تروریستي لس ډلې نیولې دي.

د ښاغلي‌ صدیقي په وینا دغو ډلو غوښتل چې د جمهوري ریاست ټاکنې ګډې وډې کړي خو په خپلو پلانونو کې یو فیصد هم بریالي شوي نه دي.

ښاغلی صدیقي وايي « د ملي امنیت عمومي ریاست له ټولو امنیتي ارګانونو سره یو ځای وکولای شول په دولسو ورځو کې څلور شپیته هدفونه په نښه کړي چې په پایله کې یې لس تروریستي شبکې متلاشي کړي».

د ملي امنیت د ادارې د ویاند ښاغلي صدیقي په وینا د ټاکنو لپاره د ۱۹۱۹ اطلاعاتي شمیرې له دوی سره زیاته مرسته کړې چې د عملیاتو او پيښو په هکله خلک ورسره همکاري وکړي.
د ده په وینا دا یو ګټور کار وو چې خلکو وکولای شول په ښه توګه د ټاکنو په بهیر کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.

دغه اداره وايي چې وروسته له دې هم خلک کولای شي د پیښو په هکله له دوی سره په اړیکه کې شي.

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې په وینا دوی د جمهوري ریاست د ټاکنو له پیل څخه تر اوسه ۴۷۳ پیښې د ټول افغانستان په کچه شنډې کړي دي.

ښاغلی صدیقي وايي‌ چې زیاتره عملیات د کندهار ، نیمروز ، بغلان ، خوست ، هلمند ، ننګرهار ، کاپیسا او کابل کې ترسره کړي دي چې په ترڅ کې یې زیات شمیر چاودیدونکي توکي‌، ماینونه، بیلابیل ډول مرمۍ لاسته ورغلي دي‌ او په تور یې هم زیات شمیر کسان نیول شوي هم دي.

د ښاغلي صدیقي په وینا د دوه زره او څوارلسم کال له پیل څخه وسله والو مخالفینو به ویل چې دغه کال د دوی د بریا کال دی خو برعکس دوه زره او څوارلسم کال د مخالفنینو د ماتې کال وو.

ملي امنیت وايي چې په دغه کال کې دوه ځلې د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کیدل او له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي‌ چارو سپارل د دوی له بریاوو څخه شمیرل کیږي.
XS
SM
MD
LG