د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله له ټاکنیزو کمیسیونونو سره خپلې اړیکې وځنډولې


د ولسمشرۍ یوه نوماند ډاکټر عبدالله
د ولسمشرۍ یوه نوماند ډاکټر عبدالله
د ولسمشرۍ یوه نوماند ډاکټر عبدالله له دواړو ټاکنیزو کمیسسیونونو سره خپلې اړیکې وځنډولې او په خپلو څارونکو یې غږ وکړ، چې د څارنې دندې پرېږدي.

ډاکتر عبدالله عبدالله په ولسمشر حامد کرزي هم تور ولګاوه، چې په ټاکنو کې بې طرفه نه وو.

ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، تر هغو یې چې غوښتنې نه وي، منل شوي د ټاکنو په کمیسیونونو باور نه شي کولی.

هغه وویل، د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء د رئيس ضياء الحق امرخېل د دندې ځنډول، د اوو ملیونو رايي ورکوونکو د وړاندوینې ځواب ویل، او د رايي ورکوونکو د تناسب د کچې معلومولو یې غوښتنې دي.

ډاکټر عبدالله د ټاکنو د روانې پروسې لپاره د ملګرو ملتونو نه د مشترکې کمېټې ګمارل چې پروسه وګوري، اواری وګاڼه.

هغه وویل : یوه لاره دا ده چې د دواړو کاندیدانو نه یوه کمیټه جوړه شي، چې مشري یې ملګري ملتونه وکړي، دا یوه د اواري لاره ده.

د ولسمشرۍ دا نوماند وايي، د ټاکنو د کمیسیون د لومړي پړاوو پنځه زره کارکوونکي ولې لرې شول، او پر ځای نوي و ګمارل شول.

ډاکټر عبدالله وايي، د رايو شمېرل دې هم سملاسي بند شي او رايي شمېرنې دې نه کیږي.

هغه وویل، خپلو ټولو څارونکو ته یې ویلي، چې د ټاکنو له مرکزي کمیسیون او د ټاکنو د کمیسیون له ولایتي دفترونو ووځي او د اصلاحاتو او همپالنې دفترونو ته دې لاړ شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله دا ادعاء کوله، چې د ټاکنو په ورځ یې په ځینو سیمو کې دده د ټیم څارونکي وهل شوي دي، خو دا چې چا وهلي دي، څرګنده نه کړه.

ډاکټر عبدالله په داسې حال کې د سازمان شويو درغلیو ویناء کوي، چې تېره ورځ د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا ویلي وو‌، چې پدې ټاکنو کې سازمان شوې درغلۍ نه وې او درغلۍ د دواړو کاندیدانو پلویانو کړي دي.

ډاکټر عبدالله عبد الله په ولسمشر کرزي، د بې طرفي تور په داسې حال کې لګوي، چې په خپله ولسمشر کرزي ویلي، د هیڅ چا پلوی ندی او په ټاکنو کې کاملا بې پری دی.

بل لورته تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وویل، چې دوی ته د ټاکنو د ورځې په تړاوو ۲۵۸۸ شکایتونه رسېدلي دي، پدغو شکایتونو کې ۹۹۱ د ټاکنو د کمیسیون په کارکوونکو، ۵۷۳ د حکومتي مسؤلینو په لاسوهنې، ۶۶۴ پر ډاکټر عبدالله عبدالله او ۵۷۳ په ډاکټر اشرف غني احمدزي شوي دي
XS
SM
MD
LG