د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: نور راته د ټاکنو د کمیسیونونو اجراأت د منلو نه دي


ارشیف
ارشیف
د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو یو کاندید عبدالله عبدالله وایي چې له دې وروسته ورته د انتخاباتو کمیسیونونو اجراأت د منلو وړ نه دي او دی او پلویانو یې ددغو کمیسیونونو کړنې قانوني نه بولي.

ښاغلي عبدالله د پنج شنبې په ورځ یو خبري‌ کنفرانس ته وویل چې ده د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه ددغه کمیسیون د دارلانشا د رئیس ضیاالحق امرخیل د کار نه د ګوښه کیدو ،‌ د اوه میلونو نه د زیاتو رایو د اچولو په باب د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نه د وضاحت او هم په نا امنه ولایتونو کې ددغو ولایتونو د اوسیدونکو د شمیر نه په ټاکنو کې د زیات شمیر خلکو ګډون په باب وضاحت غوښتی وو چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون لخوا ورته پاملرنه ونه شوه او دده دا غوښتې بابیزې وګڼل شوې.

ښاغلي عبدالله وویل چې په افغانستان کې چې د انتخاباتو وروسته کوم په ټپه دریدلی سیاسي حالات رامنځ ته شوی مسولیت یې د افغانستان د جمهور رئیس او د انتخاباتي کمیسیونونو په غاړه دی.

هغه ګواښ وکړ که هر څه پیښ شول مسولیت به یې د هغوی په غاړه وي.

تر اوسه لا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او ارګ د عبدالله عبدالله ددغو څرګندونو په باب عکس العمل نه دی څرگند کړی.
XS
SM
MD
LG