د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د غړو د ښکلا ملي سیالۍ


د بدن د غړو د ښکلا سیالۍ
د بدن د غړو د ښکلا سیالۍ
په کابل کې د غړو د ښکلا په ملي سیالیو کې شکر الله هلمندي وکولای شول چې په نوي کیلو ګرامه وزن کې د لومړي مقام ترڅنګ د کال د غوره لوبغاړي لقب وګټي.

د غړو د ښکلا ملي سیالۍ چې دوه ورځې مخکې په کابل کې د اته ویشتو ولایتونو څلور سوه او اویا لوبغاړو په ګډون په نهه کته ګوریو کې پیل شوې وې نن د اوه ویشتو غوره لوبغاړو په ټاکلو سره پای ته ورسیدې.

د دغو سیالیو په نوي کیلو ګرامه وزن کې شکر الله هلمندي وکولای شول چې د دریم ځل لپاره د کال د غوره لوبغاړي یا د مستر افغانستان لقب وګټي.

له ټیمي پلوه کابل لومړی ، هلمند دویم او د غزني ولایت دریم مقام وګټو.

د افغانستان د غړو د ښکلا فدراسیون وايي چې ددغو سیالیو د ترسره کولو هدف د غوره لوبغاړو ټاکل او د دغه ورزش پرمختګ دی.

د غړو د ښکلا د فدراسیون مشر باور هوتک آشنا ټلویزیون ته وویل چې د تیرو کلنو په پرتله د افغان لوبغاړو ورزشي کچه خورا لوړه شوې او غوره کړای شوي لوبغاړي به په نږدې راتلونکې کې په آسیايي سیالیو کې چې په چین کې ترسره کیږيګډون وکړي او همداشان نړیوالو سیالیو کې به هم برخه واخلي چې د هندوستان په پونه ښار کې ترسره کیدونکې دي.

باور هوتک وايي سږکال په سیالیو کې لوی توپیر دا وو چې د پخواني اتل لوبغاړي سره یو ځای سیالۍ کوي او غوره لوبغاړيبه بهرنیو سیالیو ته لیږل کیږي‪”.

د غړو د ښکلا په ملي سیالیو کې معلول او معیوبو او د زیات عمر لرونکو لوبغاړو هم ګډون کړی وو.
په کابل کې د بدن د غړو د ښکلا سیالۍ
په کابل کې د بدن د غړو د ښکلا سیالۍ

لوبغاړي وايي چې دغه راز سیالیو دوی لپاره زیاتې ګټورې دي. دوی وايي چې په خپلو شخصي لګښتونو ملي سیالیو ته چمتوالی نیسي ، خو غواړي چې باید ورته ورزشي زمینې برابرې شي او ورسره مرسته وکړای شي.

شکر الله هلمندي چې د کال د غوره لوبغاړيلقب خپل کړی امریکا غږ ته وویل چې یو کال یې زحمت ایستلی وو او زیات خوشحاله دی چې د دریم ځل لپاره یې وکولای شول دغه مقام وګټي.

شکرالله هلمندی وايي زما دریم ځل دی چې لومړی مقام ګټم ،زه ضرورت لرم چې نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړم ما سره هیڅکمک نه دی شوی موږ ته څوک توجه نه کوي غواړم زموږ دولت موږ ته توجه وکړي‪”.

په کابل کې د غړو د ښکلا ملي سیالۍ په داسې وخت کې ترسره کیږيچې څه موده مخکې په پاکستان کې د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ افغانستان وکولای شول چې لومړی مقام وګټي.

چارواکي واييپه پام کې لري چې د راتلونکي کال د سویلي آسیا هیوادونو ترمنځ د غړو د ښکلا د سیالیو کوربه توب هم وکړي.
XS
SM
MD
LG