د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي او نواز شریف یو ځل بیا تلیفوني خبرې کړي دي


nawaz sharif meeting with hamid karzai in kabul
nawaz sharif meeting with hamid karzai in kabul
جمهور رئیس حامد کرزي اود پاکستان صدر اعظم میا نواز شریف د یوی اونی نه په کمه موده کې د دوهم ځل لپاره د دواړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي مسلو تیر ماښام ټلیفوني خبرې وکړې.

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي ریاست له خوا په یو خپور شوي بیان کې وویل شوي چې حامد کرزي او نواز شریف په دغو تلیفوني خبرو کې چې د دغو دواړو مشرانو ترمنځ د جوزا د ۲۶ ورځې د تلیفوني تماس په دوام د پنجشنبې په ماښام تر سره شوي، د د هغه هیأت د خبرو پر نتایجو بحث کړې چې د پاکستان د صدراعظم لخوا د جوزا په ۲۷مه افغانستان ته رالیږل شوی ؤ.

دا بیان وایي چې د پاکستان صدر اعظم په دې خبرو کې د افغانستان له خوا هغه ته د لیږل شوي پیغام له ټولو برخو سره موافقه وښوده.

بیان زیاتوي « یعنې دا چې له ټولو تروریستانو سره دې پرته له کوم توپیر څخه ګده مبارزه وشي، د تروریستانو ځالې دې له منځه یوړل شي او د دواړو هیوادونو تر منځ ددغې مبارزې د ښه تنظیم لپاره دې یوه د لارې نقشه جوړه شي

د افغانستان د جمهوریت ریاست د مطبوعاتي ریاست په بیان کې راغلي چې جمهور رئیس کرزي د تروریزم خلاف جګړه کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي تر څنګ د سیمې له ټولو مؤثرو هیوادونو سره ددغې مبارزي په هماهنګ کولو هم ټینګار کړی.

د ارګ د بیان له مخې ددغو خبرو په پای کې دواړو مشرانو موافقه وکړه چې له افغانستان څخه یو هیأت پاکستان ته لاړ شي.

د افغانستان د جمهور رئیس یو لیک چې په هغو کې د افغان لوري ټول نظریات منعکس شوي وي، له ځانه سره یوسي او د راتلونکو پلانونو پر جزئیاتو له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي
.

د ښاغلي کرزي او ښاغلي شریف ترمنځ په یوه هفته کې د دوهم ځل لپاره دا تلیفوني خبرې وروسته له هغی شوي جې په اسلام آباد کې افغان سفیر جانان موسی زي تیره ورځ د پاکستان د پوځ د مشر راحیل شریف سره د افغانستان او پاکستان په حالاتو خبرې کړي دي.

د جوزا په ۲۶ ورځ نواز شریف په تلیفوني خبرو کې له جمهور رئيس کرزي غوښتي وو چې د پاکستان د پوځ له خوا په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو سره مرسته وکړي.

د دوشنبې د ماښام په تلیفوني خبرو کې افغانستان ته د پاکستان د یو لوړ پوړی پلاوی، د سفر په هکله هم بحث شوې وو.

وزیري کډوال

د پاکستان د پوځ له خوا په شمالي وزیرستان کې د روانو عملیاتو سره سم په زرګونو کډوال وزیرستان نه د افغانستان د خوست ولایت ته چې د شمالي وزیرستان سره ګډ سرحد لري راکډه شوي دي.

د خوست د ولایت مطبوعاتي دفتر د یو بیان له مخې، له وزیرستان نه خوست ولایت ته په زرګونو کورنۍ را کډه شوي دي.

د پنجشنې په ورځ په افغانستان کې د ملګروملتونو د کډوالو د چارو د عالي کمشنرۍ مرستیالې میرمن یومیکو تاکاشیما په مشرۍ یو هیت د خوست ولایت ورغلې وو او ددغو کډوالو سره د مرستو په لارو چارو یې د خوست د والي عبدالجبار نعیمي سره خبرې کړې وي.

د خوست ولایتي چارواکي وایي چې تراوسه ددغو کډوالو
۱۴۰۴ کورنۍ یي ثبت کړي او هم یي ددغو کورنیو د اوسیدلو لپاره د ګربزو د ولسوالۍ د ګلان په دښته کې یو کمپ هم جوړ کړی دی.
XS
SM
MD
LG