د لاس رسي وړ اتصالات

معصوم ستانکزی له یو برید څخه روغ ووت


High Peace Council Logo
High Peace Council Logo
د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا ریس محمد معصوم ستانکزی نن د شنبې په سهار شاو خوا اوه بجې او لس دقیقې د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې له یو ځانمړکي برید، روغ رمټ ووت.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل چې د سولې د عالي شورا د دارلانشا ریس معصوم ستانکزی کله چې نن سهار د پنځمې حوزې پورې اړوند سیمه کې د تیریدو په حال کې وو ، په یوه کرولا ډوله موټر کې سپور ځانمرګي برید کوونکي لخوا په نښه شو.

ښاغلي ستانکزي په وینا چې په دغه برید کې ښاغلي‌ معصوم ستانکزي او د هغه ساتونکو ته کوم زیان نه دی اوښتي خو په سیمه کې درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی.

ښاغلی ستانکزی وايي چې د سولې د عالي شورا د دارلانشا ریس له خپل کور څخه دفتر ته په لاره وو چې د دعوت پوهنتون ته څیرمه پرې برید وشو.

تر اوسه ددې پیښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

نږدې درې کاله مخکې کله چې د سولې د عالي شورا په پخواني مشر برهان الدین رباني د هغه په کور کې ځانمرګی برید وشو ، هغه مهال معصوم ستانکزی هم ورسره وو چې په هغه پیښه کې سخت ټپي شوی و.
XS
SM
MD
LG