د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما:ټاکنیزو کمیسیونو او کاندیدانو ترمنځ باور رامنځته کوو


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال نیکولاس هیسم په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې ملګري ملتونه هڅه کوي ترڅو د ټاکنو اړوندې ادارې، اړخونه دې را وبولي، چې په خپلو کې بحثونه وکړي او د اواري لارې ولټوي.

د ولسمشرۍ یوه کاندید عبدالله عبدالله لا د ټاکنو د پایلو نه وړاندې د ټاکنو له کمیسیون سره خپل پرېکوڼ اعلان کړی و، او له ملګرو ملتونو یې غوښتي وو، چې منځګړیتوب وکړي، ولسمشر کرزي هم دغه وړاندیز منلی دی.

بل لورته د ټاکنو د کمیسیون مشر احمد یوسف نورستانی وايي، چې لا هم تفصیل نه لري، چې یوناما به څنګه رول ولري، خو د یوناما مرستیال وايي، د دوی رول به دا وي، چې ټولې لوري دې ته وهڅوي چې په خپلو کې اواری پیدا کړي او د ټاکنو په پروسه باور رامنځته کړي.

نیکولاس هیسم دا هم وویل، چې دا ځل له ټاکنو دواړو کاندیدانو څارنه کړې ده.

هغه وویل، له دې چې د ټاکنو اوسنی روانه پروسه ومنل شي، د ټاکل کېدونکي ولسمشر ته بله لاره نشته ده.

نیکولاس هیسم د ټاکنو د کمیسیون له اړخه د قسمي پایلو ځنډول د باور جوړونې لپاره ښه ګام هم وګاڼه، د ټاکنو د کمیسیون مشر ښاغلي نورستانی نن وویل، چې د قسمي پایلو اعلان یې ددې لپاره ځنډولی ترڅو باور رامنځته شي.

د یوناما مرستیال نیکولاس هیسم د ښاغلي عبدالله ددې غوښتنې په ځواب کې چې د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء د رئيس دنده دې وځنډول شي، وویل "ددې شخړې د اواري لپاره دا په عادي ډول د یوه یا بل کاندید کار ندی چې د ټاکنو په کمیسیون کې څوک کار وکړي او څوک نه".

د عبدالله ددې تفصیل غوښتنې په اړه چې ولې د ټاکنو کمیسیون اټکل کړی دی، چې اوه میلیونه خلکو په ټاکنو کې برخه اخېستې ده، د یوناما مرستیال وویل، د ټاکنو د کمیسیون له لورې پدې تړاوو فارمونه د کاندیدانو ټیمونو ته سپارل شوې، زما په فکر د دوی معلومات به یې حاصل کړي وي.

د یوناما مرستیال وايي، له دواړو ټیمونو او حکومت سره په تماس کې دي، دی وايي، له دواړو کاندیدانو یو بایلونکی او بل وړونکی دی او د منتخب ولسمشر د ټاکلو لپاره یوازینۍ لار دا ده چې د ټاکنو پروسه ومنل شي.
XS
SM
MD
LG