د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي اندیښنو له امله د کندوز د ټاکنو د دفتر تړل کیدل


د کندوز د انتخاباتو سیمه ییز دفتر مخې ته د ډاکټر عبدالله د ملاتړو راغونډیدل
د کندوز د انتخاباتو سیمه ییز دفتر مخې ته د ډاکټر عبدالله د ملاتړو راغونډیدل
د کندوز د انتخاباتو د سیمه ییز دفتر رئیس امیر حمزه احمدزی وايې د خپلو کارکونکو د ژوند د خوندیتوب لپاره یې نن سهار ددغه ولایت ولایتي دفتر وتاړه او د دفتر ټول مهم اسناد یې پولیسو ته وسپارل.

د کندوز د انتخاباتو د سیمه ییز دفتر رئس امریکا غږ ته وویل چې دا پریکړه یې وروسته له هغي وکړه چې کله د شنبې په ورځ د دوي د دفتر په مخکې مظاهره کوونکو خیمې ووهلې او نن تقریبا شل تنه وسله وال په دغو خیمو کې ځای پر ځای شول.

امیر حمزه احمدزی وویل چې هغه وسله وال چې د انتخاباتو د دفتر په مخکې په درول شو خیمو کې ځای پر ځای شوي ددوي کارکوونکي او مامورین یې تهدیدول نو مجبور شول چې نن یکشنبه سهار د رسمي وخت له پیل کیدو وروسته دفتر وتړي.

هغه وویل " ټول مهم اسناد مو پولیسو ته سپارلي دی". هغه زیاته کړه چې دوي له څو ورځو راهیسې پولیسو ته خبر ورکړی خو پولیسو ددوي په خبره ځانونه نه دي پوه کړي، او ددوي د امنیت د ساتلو په خاطر يې هیڅ اقدام نه دی کړی.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنیت امر عبادالله تلوار دا مني چې د کندوز د انتخاباتو د دفتر ریس ورته څو ورځې وړاندې خپلې اندیښنې څرګندې کړې وې او وايې چې دوي د انتخاباتو د دفتر له تړل کیدو تر اوسه نه دي خبر.

هغه زیاته کړه چې دوي د انتخاباتو د دفتر د امنیت په خاطر څلویښت تنه پولیس پر دنده ګومارلي دي.

د انتخاباتو د دفتر په مخکې هغه وخت خیمې ودرول شوې چې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله طرفدارو د شنبې په ورځ مظاهره وکړه.

د کندوز د انتخاباتو سیمه ییز دفتر او د جمهوري ریاست یو کاندید عبدالله عبدالله د کمپاین دفتر په یوه کوڅه کې یو بل ته مخامخ موقعیت لري.

په کابل کې د ټاکنو خپلواکه کمیسیون په کندوز ولایت کې د خپل سیمه ییز دفتر تړل تاید کړي دي.

ټاکنو خپلواکه کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن خبریالانو ته وویل چې ددغه دفتر د بیرته پرانستلو لپاره کار روان دی.

ښاغلي نور وویل چې د دغه ولایت د امنیتي چارواکو د خبرو وروسته به دغه دفتر ژر بیرته پرانستل شي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG