د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالله د ټاکنیز کمپاین له خوا په امرخیل د درغلیو تور


بریالی ارسلا
بریالی ارسلا
د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین دفتر نن په کابل کې خبریالانو ته یو داسې غږ اورولی چې ددغه کمپاین د چارواکو په وینا پکې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دارلانشا ریس ضیاالحق امرخیل د دریو تنو سره د ټاکنو په تړاو په ټلیفون خبرې کوي او د ښاغلي عبدالله د سیال کاندید لپاره ټاکنیز کمپاین کوي.

په پټه په دغه ثبت شوي ټلیفوني آواز کې که څه هم غږ ډیر څرګند نه دی خو پکې اوریدل کیږي چې ښاغلی امرخیل د بل لوري سره په ټلیفون د انتخاباتي منډو ترړو په باب خبرې کوي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز کمپاین یو چارواکی بریالی ارسلا ددغه غږ د خپرولو په وخت ادعا وکړه او خبریالانو ته یې وویل چې دا یو څرګند ثبوت دی چې د ارسلا په وینا ضیاالحق امرخیل د عبدالله عبدالله د سیال اشرف غني پلوۍ ته د خپلو مامورینو او ځینو حکومتي چارواکو د راماتولو هڅه کړې ده.

ارسلا وویل " ددې لپاره چې دغه لوړپوړی چارواکی چې د کمیسیون د دارلانشا ریس دی نوم ما وانخیست نو تاسې ټول د هغه له نامه سره بلد یاست. په دې تیرو څو ورځو کې زموږ مشرتابه په کراتو د ضیاالحق امرخیل نوم یاد کړی دی او د جمهور ریس نه یې غوښتنه کړې وه ، د کمیسیون ریس نه یې غونښتنه کړې وه موږ سره اسناد دي او شواهد دي او جناب امرخیل بې پلوه نه دی. هغه د یو خاص کاندید په پلوۍ دلته تقلب سازماندهي‌ کړی دی".

تراوسه د ټاکنو خپلواک کمیسیون او په خپله امرخیل ددغه خپور شوي غږ په باب څه نه دي ویلي.

خو دمخه د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکو خبریالانو ته ویلي وو چې که هر کاندید ددغه کمیسیون په کارکونکو څه ثبوت ولري د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته دی وړاندې کړي.

د رسنیو د ملاتړ ادارې او د ټاکنو رپوټونه

د بلې خوا د افغان رسنیو د ملاتړ ادارو د افغان رسنیو نه غوښتي دي‌ چې د انتخاباتو وروسته د مسلو په باب د رپوټونو د خپرولو په وخت د افغانستان قومي او دیني مسلو ته پاملرنه وکړي او داسې څه خپاره نه کړي چې د قومونو د لیري والي سبب شي.

د خبریالانو د مصونیت د کمیټې په نامه د ادارې لخوا په کابل کې په جوړه شوې غونډه کې د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو د ټاکنیزو کمپاینونو د رسنیو د چارو چارواکي هم رابلل شوي وو.

په دې غونډه کې یوه نهه ماده ایزه پریکړه لیک چې د افغان رسنیو د ملاتړ ادارو او د افغان رسنیو مدیرانو ترمنځ پرې لا دمخه توافق شوی و، د دواړو کاندیدانو د استازو پروړاندې غونډې ته واورل شو چې پکې د رسنیو د مسولینو او د خپرونو د چلونکو مسلکيتوب ، بې طرفي ، قومي تاوتریخوالي ته له لمن وهلو ډډه کول او له تعصب نه ډډه کول شامل دي.

په دغه پریکړه لیک کې راغلي‌ چې رسنۍ باید د هغو رپوټونو له خپرولو څخه ډډه وکړي چې موثقه سرچینه ونه لري او یوازې آوازه وي.

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ادارې وایي چې د دویم پړاو ټاکنو څخه وروسته افغانستان یو حساس وضعیت ته داخل شوی دی او په دې وخت کې د رسنیو مسولیت ډیر مهم دی.

د دغې ادارې یو مسول صدیق الله توحیدي وايي چې رسنۍ او خبریالان کولای شي چې ناورین رامنځ ته کړي او هم کولای شي چې له مسولیت نه ډکو کارونو سره افغانستان له هر راز ناورین څخه وژغوري.

ښاغلی توحیدي وايي په دې وخت کې اړتیا ده چې رسنۍ او خبریالان له هر راز نژادي ، قومي‌ ،‌ حزبي ،‌سمتي او مذهبي تړاونو څخه ځان وساتي او یوازې خلکو ته دې د اطلاعاتو رسولو برخې ته پاملرنه وکړي”.

په افغانستان کې د رسنیو دملاتړ ادارې وايي چې ټولې رسنۍ باید خپل بې پری والی په پام کې ونیسي او د هر راز پیښو په برخه کې مسلکي چلند وکړي چې کولای شي د ناورین د رامنځ ته کیدو مخنیوی وکړي
XS
SM
MD
LG