د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کندهار پوهنتون محصلین او استادان خوشې کړل


ارشیف
ارشیف
د غزني ولایت د والي مرستیال محمد علي احمدي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د کندهار د پوهنتون ۳۳دا محصلین او استادان تیره شپه په غزني کې منځګړو او د سره صليب کمیټې استازو ته وسپارل شول چې یوه ډله یې تیره شپه د غزني ښار ته رارسیدلې او بله ډله یې نن دغه ښار ته ورسیدله.

ښاغلی احمدي وایي چې لس ورځې وړاندې طالبانو د کندهار پوهنتون ۳۳ محصلین او استادان کندهار – کابل په لویه لاره د غزني د اندړو د ولسوالۍ په مربوطاتو کې دا محصلین او استادان برمته کړي وو.

احمدي زیاته کړه " طالبانو دغه محصلین او استادان په کوچنیو ډلو کې د غزني ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ساتل چې د خوشې کیدلو په وخت هم ټول له یوه ځایه نه دي خوشې شوي".

احمدي وویل چې محصلین او استادان د غزني د مخورو په منځګریتوب را خوشي شوي او د نړیوال سره صلیب د کمیټې کارکونکو ته سپارل شوي دي .

پخپله طالبانو په یو بیان کې چې په کابل کې رسنیو ته استول شوي ویلي دي چې محصلین او استادان په دوه جوپو کې خوشي شوي دي.

د طالبانو دا بیان وایي چې په لاره کې د موټر د ماشین له کاره د لویدلو له امله د خوشې شوو محصلینو او استادانو لس تنه یې تیره شپه د غزني ښارته ونه رسیدل .

خو طالبانو ویلي دي چې دا لس تنه نن سهار غزني ته روان شوی دي.

طالبانو ددغو محصلینو او استادانو د برمته کولو علت په باب ویلي دي چې دغه محصلین او استادان یې د خاصو راپورونو په اساس، چې له کندهار څخه د تګ په مهال د غزني ولایت په اړونده سیمه کې نيولې وو چې وروسته بیا له بې ګناه ثابيتيدو څخه د یکشنبې په ورخ ناوخته خوشي شول.

طالبانو ویلي دي چې د برمته شوو محصلینو او استادانو سره په درناوي چلند شوی دی.

په غزني کې چارواکي وایی چې ټاکل شوی ده چې د غزني ښارته د ټولو محصلینو او استادانو د رارسیدلو وروسته به هغوی د نړیوال سزه صلیب د کمیټي له خوا خپلو کورونو ته واستول شي.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG