د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د امریکا سفارت خپله د آزادې ۲۳۸ کلیزه ولمانځله


په کابل کې د امریکا سفارت کې ددغه هیواد د ازادې د ورځې د مراسمو یوه برخه
په کابل کې د امریکا سفارت کې ددغه هیواد د ازادې د ورځې د مراسمو یوه برخه
په کابل کې د امریکا سفارت نن د هغه هیواد د آزادې د ۲۳۸ کلیزه په یوه غونډه کې چې ګڼ شمیر افغان سیاسوال او د افغان حکومت چارواکي ورته بلل شوي وو، ولمانځله.

د امریکا د آزادۍ ورځ د جولایي میاشتې په څلورمه لمانځل کیږي، خو په کابل کې د امریکا په سفارت کې د سې شنبې په ورځ په دې ویاړ په جوړې شوې غونډه کې د افغان کابینې د ځینو وزیرانو ترڅنګ ګڼ شمیر افغانانو، ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو هم ګډون درلود.

جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا د آزادي د ورځې په ویاړ دغو مراسمو ته د ګلانو ګيډۍ استولې وه.

د پخوانیو مجاهدینو مشر صبغت الله مجددي د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ امریکا خلکو ته مبارکي وویله وویل چې په حقیقت کې دا امریکایانو لپاره دا یوه مهمه ورځ ده او موږ یې هم خپلو امریکايي ملګرو ته مبارکي‌ وايو.

په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهم د خپل هیواد د آزادې د ورځې په مناسبت په خپله وینا کې په افغانستان کې د ټاکنو په باب هم خبرې وکړي.

هغه وویل چې دا یو منل شوی حقیقت دی چې د جوزا په ۲۴ نیټه په میلونونو افغانانو په زړروتیا سره ټولو ګواښونو او سختیو ته شا کړه او په ویاړ سره یې خپلې ګوتې په شنه رنګ ولړلې او رایه یې ورکړې.

د ښاغلي کننګهم په وینا په ټاکنو کې د افغانانو ګډون په ولسواکۍ باندې د هغوی د باور څرکندول وو.

د ښاغلي کننګهم په وینا افغانانو خپل مسولیت ادا کړ او رایه یې ورکړې اوس جمهوري ریاست دواړو نوماندانو ته د تاریخ په دې حساسو شیبو کې خورا مهم رول په غاړه دی او هغوی دا فرصت او مسولیت لري چې په یوالي او ډاډ سره د یو پرمخ وړاندې افغانستان مشري وکړي.

د ښاغلي کننګهم په وینا هر هغه نوماند چې د اګست په دویمه نیټه خپل کار پیلوي باید ټولو افغانانو ته او د هغه د سیال ټیم ته د منلو وړ وي.

ښاغلي کننګهم وايي “هغه څوک چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی نشي ، باید د یوالي لپاره کار وکړي ،‌نوموړی او ملاتړي یې باید د افغانانو لپاره ددې ارښتمن سیاسي لیږد په برخه کې مرسته وکړي”.

هغه وویل لکه د کال ۱۷۷۶ میلادي د هیوادپالو امریکایانو په څیر په را روانو اونیو کې هیوادپاله افغانان دا فرصت او په اصل کې اړتیا لري‌ چې د هیواد او د هغه د راتلونکې لپاره کلک دریځ خپل کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ وویل لکه څنګه چې افغانان خپلو لاسته راوړنو په هکله فکر کوي غواړي بهرنیو ملګرو ته دا ډاډ ورکړي چې په بشپړه توګه د سیاسي لیږد، د سولې او ملي پخلاینې په برخه کې، د افغانستان د انکشاف لپاره د بیلابیلو قوانینو تصویبول او په بشپړه توګه د امیني لیږد په برخه کې ژمن دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د جمهوري‌ ریاست په لومړي او دویم پړاو ټاکنو کې خلکو له ګواښونو سره سره ګډون وکړ او د خپل هیواد د سیاسي راتلونکې مشرتابه د ټاکلو لپاره یې رایې وکارولې.

د جولاي د میاشتې څلورمه د امریکا د ازادې ورځ ده چې هرکال د امریکا خلک دا ورځ د ځانکړو مراسمو په ترڅ کې لمانځې.

امریکا ۲۳۸ کاله وړاندې خپله آزادي اخیستی ده.
XS
SM
MD
LG