د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: پراخ بنسټه حکومت د عراق د کړکیچ حل لاره


جان کری او کردي عراقی مشر برزانی
جان کری او کردي عراقی مشر برزانی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې د سني سخت دریځو د پرمختگ د مخنیوي لپاره په سلا مشورو بوخت دی، وایي د یو پراخ بنسټه حکومت جوړول د عراق په وړاندې "اصلي آزمون "دی.

ښاغلي کېري د سه شنبې په ورځ د عراق په شمال کې د کردانو د خودمختارې سیمې له مشر مسعود برزانی سره ولیدل.

کردي مشر ښاغلي کېری ته وویل چې عراق د یوه نوي حقیقت سره مخامخ شوی دی او زیاته یې کړه چې چې کردان هم هغه ناورین ته چې مونږ یی هم شاهدان یو د حل لاره لټوي.

کردي ځواکونو اوس مهال د کرک کوک د تیلو غني او ستر ایالت نیولی دی. دا هماغه ایالت دی چې د داعش د ډلی د یاغیانو په راتگ عراقی پوځیان له خپلو پوستو څخه تېښتې ته اړ شول.

کېری د کردي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا د عراق لپاره خورا مهمی او حساسې شېبې دي هغه وویل « پدی وروستیو ورځو کې په کردي سیمو کې د ځواکونو ترمنځ امنیتی همکاري خورا مهمه او ضروری ده، چې هم له ېاغېانو سره ېو فاصل خط را وکښل شی او هم د عراقی پوځیانو ملا وتړل شی.»

هغه د عراقي کردانو د شمولیت پراهمېت باندی ټینگار وکړ او زیاته یی کړه چې له سیاسي بهیر څخه د کردانو ایستل د منفي روحیې او فضا منځته راوستل لا زیاتوی.

د دوشنبی په ورځ ښاغلی کېري د عراق د صدراعظم نوري المالکي، ېو مهم شیعه مذهبه مشر، او د پارلمان له دوو تنو جگپوړو سنېانو سره وکتل.

هغه وویل چې عراقی مشرانو ده ته ډاډ ورکړي چې دوی به د جولای د لومړی نیټې څخه مخکې د نوي حکومت جوړول پېل کاندي.

د نوی حکومت د تشکیل لپاره د جولای لومړی، د وروستۍ نېټې په توگه ټاکل شوېده، خو عراقیانو ته یې خبر داری ورکړ چې دوی باید د سنی یاغیانو د لا پرمختگ مخه ژر تر ژره ونیسی.

له عراق څخه وروسته د بهرنیو چارو وزیر جان کېری بروکسیل ته سفر وکړی ترڅو هلته د ناټو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په غونډه کی برخه واخلی.

د بهرنیو چارو دوزارت چارواکی وایي ټاکل شوی ده چې دوی به هلته هم د عراق د خونړي کړکیچ د حل پر لارو چارو باندی په گډه سره غور وکړی.

بل پلو امریکا د عراق له پوځ سره چې د سنی یاغیانو سره په مبارزه اخته دي د شدیدو او دوامدارو مرستو ژمنه کوي. خو اوس د هماغې مرستی په مهمه برخه د پوځی سلاکارانو ډلي به خپل عملی کار پیل کړی او دا کار د عراق او امریکا ترمنځ د هغې موافقې پر بنسټ کیږی چې په عراق کې امریکایي پوځیانو ته قانوني خوندیتوب ورکوي.

په امریکا کې د کانگرس ځیني غړي د هوایي بمباریو غږ کوي چې یو یې د ایلو نای ایالت استازی ادم کینزنگر دی چې هغه پخپله هم څو ځلی پخوا په عراق کې پوځي دنده ترسره کړې.

د امریکا دفاع وزارت لا دوخته عراقی پوځ ته د ټانکونو گولی، وسلې او نور پوځی تجهیزاتو د چټکې استونې کار پیل کړی دی.

خو ځینی امریکایي چارواکي وایي که مونږ اوس ددې کار دپاره چې ډیر ه ناوخته شوی هم ده، له عراقی پوځیانو څخه دومره لوړی تمی ولرو نو دا به ناسمه لارښوونه او تیر وتنه وي.

ساره چیس پخوا د امریکا د پخوانی لوی درستیز او د سمندری ځواکونو د ستر جنرال مایک ملن ځانگړی سلاکاره وه

هغه وایي « که حکومت په ټېنگه فرقه یی بڼه ولري او یا هم ډېر فاسد او یا هم دواړه وي نو، د خلکو زیاته برخه ځانونه له عمومی کړۍ څخه جلا گڼي. ددې ترڅنگ د دوی سره دا آحساس هم موجود وي چې د خپل حکومت په لاس یی سپکاوی کیږی، نو پدی حالت کی، د سیمه اییزو قواو شمېر چی هرڅومره وي دا خلا نشی ډکولای.»
XS
SM
MD
LG